لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د ترهګرۍ ضد محکمې په پولیسو بمي برید کې درې عسکر ژوبل شوي


دپاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ کې ورانکارو د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) موبایل په بم الوځولی چې پکې درې عسکر ژوبل شوي دي.

بیلابیلو پاکستاني رسنیو د سي ټي ډي د چارواکو له خولې ویلي چې دا پېښه په ناردرن بای پاس دمقبرې په کچه لاره کې تېره ماښام رامنځته شوې ده.

چارواکو ویلي دوي ته سیمه کې د ټي ټي پي د وسله والو دشتون اطلاع رسېدلې وه اؤ په دغه اطلاع یې په خفیه ډول سیمه کې دهغوي دنیولو لپاره عملیات کول چې لاره کې د سي ټي‌‌ ډي د پولیسو موبایل یو موټر سایکل کې په اېښودل شوي بم والوځول شو.

دسي ټي ډي چارواکو منلې دې چاودنه کې دپولیسو موبایل تباه شوی اؤ درې عسکر پکې ژوبل شوي چې د علاج لپاره روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې دپاکستان بیلابیلو برخو کې په پولیسو اؤ امنیتي ځواکونو د شوؤ زیاتره بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش خراسان پغاړه اخستې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ‌ څېړونکي وایي چې پاکستان کې اوس د تېر وخت په پرتله ترهګرې ډلې نورې مهم منظم شوې اؤ فعاله شوې دي.

خو ددې ترڅنګ امنیتي ادارې هم وخت په وخت دعوې کوي چې دترهګرو پرضد یې د استخباراتي عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې عملیاتو کې دمهمو ترهګرو د وژل کیدو ترڅنګ یو شمیر وسله وال ترهګر نیول شوي هم دي.

اوړمه ورځ دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د وسله والو یو برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دغې پېښې وړاندې په 5م جولایي په یوه پوځي قافله ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې درې پوځيان وژل شوي او درې ملکي کسان سخت ژوبل شوي وو.

همدغسې ورپسې په بله ورځ په خېبر ضلع کې په يوه وسله واله نښته کې يو پاکستانی پوځي افسر اؤ یو پولیس عسکر په دوؤ بېلابېلو نښتو کې وژل شوي وؤ.

تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي وؤ، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.

ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.

د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG