پاکستان کې د موسمياتو محکمې د نن څخه د 17مې جولايۍ پورې په ملک کې د نورو بارانونو کېدو وړاندوینه کړې، په ژورو علاقو کې د سېلابونو او غريیزو سيمو کې د غرونو ښویېدو امکان څرګند کړی شوی دی.
پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] په لسمه جولايۍ ویلي وو، د 25 جون راهسې د لسمې جولايۍ پورې په ملک کې د پشکالي بارانونو له امله په پېښو کې 86 کسان مړه شوي دي.
د اېن ډی اېم اې په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه په مړه شوو کسانو کې 37 ماشومان، 33 سړي او 16 ښځې مړې شوې وې.
په پنجاب کې صوبه کې 52 او خېبرپښتونخوا کې 20 کسان مړه شوي وو، بلوچستان کې د شپږو کسانو د مړينې ویل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په شانګله او سوات سیمو کې د غرونو ښوېدو په دوه پېښو کې لس ماشومان مړه شوي وو.
د پښتونخوا د موسمياتو ادارې د جولای 13 نه تر 17مې نېټې پورې د پشکال بارانونو امکان ښودلی او وایي د صوبې په شمالي سيمو کې د زيات باران ورېدو له وجې د ځمکې ښويېدو او په ښاري علاقو کې د سېلاب راتلو اندېښنه ده.
په پښتونخوا کې د قدرتي افاتونو په وخت د انتظام ادارې يو چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي چې د سېلابونو راتلو په اساس چې کومې علاقې حساس ګرځول شوي دي هلته اړونده ادارې د خلکو د مرستو لپاره د وړاندې څخه چمتو دي.
د موسمياتو محکمې ويلي، د بحېره عرب څخه پشکالي هواګانې نن ماښام د ملک برنو او منځنيو علاقو ته داخلیږي د 14م جولايۍ پورې به پکې شدت راشي او د جمعې په ماښام به مغربي هواګانې برنو علاقو ته ورسي.
محکمې زياته کړې، د 13مې جولايۍ څخه به د خېبرپښتونخوا په برنو غرييزو سيمو، پېښور او خواوشا علاقو او جنوبي ضلعو کې تر پنجاب پورې په دمې دمې سره او ځای په ځای د تېز باران امکان دی.
ويل شوي، د 14مې جولايۍ د ماښام يا شپې راهسې د بلوچستان صوبې د لورالايي نه تر قلات، ژوب، موسا خېل او پنجاب صوبې سره په پوله پرتو علاقو کې هم د تېزۍ سيلۍ سره د باران امکان دی.
محکمې زیاته کړې د بارانونو له امله پېښور، اسلام باد او لاهور پورې په ژورو علاقو کې د سېلاب، او خېبرپښتونخوا په غريیزو سيمو کې د غرونو ښوېدو خطره ده، زميندارو ته د خپلو معاملاتو ترتيب کولو، سېلګرو ته د احتياط او خلکو ته د خوندي کېدو لارښوونه شوې ده.
محکمې ټولو ادارو ته د چمتو کېدو لارښوونه کړې ده.