واشنګټن ــــ په واشنګټن کې د اویغور د حقونو ډلې د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی چې د بېجینګ خلاف ودرېږي. دوی چین پر خپلې نسل وژنې تورنوي، خو د چین حکومت دا تورونه بیا بیا رد کړي دي.
د اویغور د حقونو ډله د تشدد هغه پېښه یادوي چې 14 کاله مخکې د چین په ارومچي سیمه کې د اویغو هان چینایانو او پولیسو تر منځ شوې وه او 140 کسان پکې وژل شوي وو. دوی وايي له هغه وخته ډېر بدلون نه دی راغلی.
په واشنګټن کې مېشتو ایغوریانو په خپله وروستۍ احتجاجي مظاهره کې شعارپاڼې را اخیستې وې چې پکې یې له امریکا غوښتي وو، خپلې هغه ژمنې دي پوره کړي چې چین به بیا د ایغور خلک نسل وژنه نه کوي.
جلاوطن شوي اویغوران پر چین تور لګوي چې د دوی عزیزان یې په خپله خوښه نیولي او د اویغور په وطن کې چې دوی یې ختیځ ترکستان بولي، د بشري حقونو نورې سرغړونې کوي. په رسمي توګه د چين د شمال لوېديځ سيمه د شينجيانګ په نامه ياديږي.
د سپینې ماڼۍ بهر دغه اویغوریان وايي چې د چین نه خپلواکي غواړي، دوی د شينجيانګ په سرښار ارومچي کې د يوې داسې غونډې يادونه هم کوي چې هيڅکله به يې هېره نه کړي، چې 14 کاله وړاندې په دې میاشت کې ترسره شوې وه.
په احتجاج کې شریک د جلا وطنه ختیځ ترکستان حکومت غړی عزیز سلیمان وي او اې ته په خبرو کې د هغې پېښې یاد تازه کوي او وایي:
"په ډله ییزه توګه یې ووژل، په ډله ییزه توګه یې ډزې وکړې او د دوی په وینو یې د ارومچي ټول ښار ولړزاوه او ټوله شپه یې (چینایانو) د خپل جرم د پټولو لپاره په وینو لړلي".
په 2009 کې په ارومچي کې ناکرارۍ د چین په سویل کې په یوې کارخانې کې د تشدد له کبله جوړې شوې.
هغه وخت شپږ اویغور نارینه په دوو هان چینایي ښځو باندې د جنسي تېري په تور تورن شوي وو او دا د شخړې سبب شو چې له کبله یې دوه اویغور کسان ووژل شول.
په اورومچي کې اویغوریان د خپلو کسانو د وژنې خلاف سړکونو ته را وتلي وو او د هغوی کورنیو ته یې د انصاف غوښتنه کوله. امان الله کاشغري وايي، د ارومچي لاريون په سوله ييز ډول پيل شوی وو:
"دوی غوښتل پر دغو مجرمینو مقدمه جوړه شي او لازمې پلټنې وشي، خو پر ځای د دې چې د دوی غږ واوریدل شي او له چارواکو سره کښېني، دوی په نیم پوځي ځواک په وحشیانه توګه وځپل شول".
د چینایي چارواکو په وینا په هغه پېښه کې نیژدې 200 کسان مړه شوي وو چې ډېری یې هان چینایان وو، خو د اویغور فعالان وايي د اویغور قربانیان ډېر دي او د دوی په وطن کې د چین ظلمونه تر نن ورځې پورې دوام لري.
د امريکا په ګډون يو شمېر هېوادونو د چين دغه عمل "نسل وژنه" بللې خو چین دا تورونه بیا بیا رد کړي دي او دا یې د چین په چارو کې د امریکا او نورو هېوادونو لاسوهنه بللې ده.
وي او اې ته په یو بیان کې د چین د سفارت ویاند لیو پینګیو هغه خلک "بیلتون غوښتونکي" وبلل چې سینکیانګ سیمه "ختیځ ترکستان" بولي او وایي دوی د چین ملي یووالي ته زیان رسوي. هغه وایي:
"د سينکیانګ مسايل د بشري حقونو مسایل نه دي، دا د تشدد، ترهګرۍ او بېلتونپالنې خلاف د مبارزې مسایل دي، په سینکیانګ کې د «نسل وژنې» تور د پېړۍ یو ښکاره دروغ دی".
د سپینې ماڼۍ مخته ایغور احتجاج کوونکو له نړیوالې ټولنې څخه د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه وکړه. د ختیځ ترکستان د ځوانانو د کانګرس مشر تومارس الماس وایي، که خلک او نړۍ ورسره د چینایي محصولاتو په بایکاټ کې مرسته وکړي، نو دا ښه لاره ده چې د ایغوریانو ځانګړي کېمپونه بند کړل شي او ځورول یې ودرول شي.