لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آی ایم ایف رپورټ وایي، راتلونکي کال کې به د پاکستان دننه د ګرانۍ او بې روزګارۍ کچه راټیټه شي


نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف دپاکستان دمعاشي کارکردګۍ په اړه خپل جاري کړي رپورټ کې ویلي چې راتلونکي کال 2024م کې به دپاکستان دننه بې روزګاري د8.50 فیصدي نه 8 فیصدي ته راکوزه شي.

په دې رپورټ کې ویل شوي چې تېر مالي کال کې دپاکستان معاشي کارکردګي منفي 0.5 فیصدي پاتې شوې ده اؤ حکومت پروسکال د جي ډي پي د ودې د 0.3 فیصدي مثبته پاتې کیدو دعوه کړې وه.

رپورټ کې اندوینه شوي چې کال 2024م کې به دپاکستان دننه اوسطاً ګراني د29.6 فیصدي نه 25.9 فیصدي ته راټيټه شي.

آی ایم ایف ویلي چې سږکال دمالي خسارې دمعمولي کمیدو امکان دی اؤ دا به 7.50فیصدي پاتې شي.

دپاکستان دقرضونو په اړه د نړیوالې مالیاتي ادارې دې رپورټ کې ویل شوي چې کال 2024م کې به دپاکستان په ذمه د قرضونو بار 81.8 فیصدي نه 74.9 فیصدي ته راټیټ شي.

په دې رپورټ کې امکان ښودل شوی دی چې په کال 2024-23 کې دپاکستان معاشي شرح نمو دوه نیم فیصدي پاتې کیدای شي.

تر دې وړاندې سږکال داپریل په میاشت نړيوالې مالياتي ادارې پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په روان مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانې کچه د 27 فيصدو څخه زياته وي او بې روزګاري به هم اووه فيصده ته سېوا کيږي.

د اقتصادي چارو کار پوهه خبريال مهتاب حېدر په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي وؤ آی اېم اېف چې د سېلاب نه وروسته د پاکستان د مجموعي اقتصادي ودې شرحه دوه فيصده لګولې وه نو هغه یې اوس لا نوره ټيټه کړې ده او دا کچه يې 0.5 ته ښکته کړې ده.

دهغه وینا وه چې د کمې اقتصادي ودې په نتیجه کې به په راتلونکو ورځو کې په پاکستان کې بې ګاري او ګراني نوره سېوا کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف اجراییه بورډ پاکستان لپاره د دریوؤ اربو ډالرو دپروګرام منظوري ورکړې ده .

دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې یوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي‌چې پاکستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی اؤ د هیواد دمعاشي پرمختیا دبحالۍ پروګرام مخې ته راغلی دی.

هغه هیله ښودلې چې ددې پروګرام له امله به هیواد پخپلو پښو ودریږي اؤ دقرضونو د بار نه به اوځي

وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې آی ایم ایف سره په تړون خوشحاله نه دی خو وایي چې دا هر څه مجبورۍ دلاسه کوي .

د شهباز شریف په خبره ، دا کوم کهیر یا حلوه نه بلکې یو ډیر مشکل پروګرام دی خو هغه وایي خپل سیاست یې په داؤ ولګولو اؤ هیواد یې وژغورلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG