لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او چین خارجه وزیرانو په انډونېشیا کې سره ملاقات وکړ


واشنګټن - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ په انډونېشیا کې د چین له خارجه وزیر وانګ یي سره ملاقات وکړ. امریکا وایي دا لیدنه د هغو هڅو یوه برخه وه چې د دوو سپرپاورونو ترمنځ تعلقات بهتره کړی شي.

ښاغلي بلېنکن له خپل چینایي هم منصب سره په جاکارټا کې د جنوب ختیځې ایشیا د اتحاد (آسین) د غونډې ترڅنګ وکتل. د امریکا د خارجه وزارت ویاند ماتیو مېلر وویل، د بلېنکن مقصد دا و چې د دوو ملکونو ترمنځ ځغل یا سیالي په "ذمه وارانه" توګه انتظام شي او د رابطو "پرانېستي چېنلونه" وساتلی شي چې د دوو طاقتونو ترمنځ کوم غلط حساب پېښ نشي.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند وویل چې بلېنکن او وانګ "په یو لړ دوه اړخیزو، سیمه ییزو، او نړېوالو مسايلو باندې، په شمول د اختلافي موضوعاتو او هغو موضوعاتو باندې چې د همکارۍ امکان په کې شته، سپینې او مفیده بحثونه ترسره کړل."

مېلر دا هم وویل چې د امریکې خارجه وزیر د ټایوان په آبنا کې د امن او استحکام د تحفظ په اهمیت هم ټینګار وکړ.

د وانګ سره د بلېنکن دا ملاقات، د واشنګټن تازه هڅه ده چې له بجېنګ سره خپل د تناو ښکار شوي تعلقات بهتره کړي.

د چین او امریکا ترمنځ تر ټولو تازه جنجال کې، هېکرانو چې په غالب ګومان سره د چین د استخباراتي ادارو سره تعلق ساتي، د هغه کمپېن ذمه وار ګڼل شوي چې د یوې میاشتې راهیسي د امریکا په ایمیل سیسټمونو یې د حملو کوښښ کولواو په دې کې یې د امریکې د خارجه وزارت او یو شمېر نورو ادارو یو کم شمېر اېمیل اکاونټونو ته رسایي پیدا کړه.

د مایکروسافټ کمپنۍ د نهې/سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د چینایي هېکرانو له خوا یې د آوټ لوک اېمیل سیسټم باندې حمله شوې ده. د کمپنۍ وینا وه چې هېکرانو د مایکروسافټ د تصدیق یوه جعلي نښه جوړه کړې وه او په هغې سره یې وکولی شول چې په امریکا او نورو ملکونو کې د پېنځه ویشتو ادارو اېمیل اکاونټونو ته رسایي پیدا کړي. دا انټرنېټي حملې په مئې میاشت کې شوې وې.

د آسین غونډه

د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن په داسې وخت کې د چین له خارجه وزیر سره په جاکارتا کې کتلي چې انډونېشیا د آسین (د جنوب ختیځې ایشیا اتحاد) د غونډې کوربه دی او د ځینو ملکونو جګپوړي مشران هلته ورغلي دي.

طمعه کیږي چې د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف هم د آسین غونډه کې برخه واخلي.

نن د زیارت/پنجشنبې او سبا د جمعې په ورځ به په آسین غونډې کې په ځینو موضوعاتو خبرې وشي او یوه به دا وي چې په میانمر کې به بحران څنګه ختمېدلی شي. همدا شان د چین په جنوبي سمندر کې موجودو کشیدګو باندې به هم خبرې وشي.

میانمر کې پوځ د کال ۲۰۲۱ په سر کې د آنګ سان سوچي حکومت په کودېتا ړنګ کړ. د هغه نه پس د آسین غړو هېوادونو یو ترکیب چې پېنځه برخې یې درلودلې، تصویب کړ، مګر د میانمر پوځي آمرانو د امن دغه پېنځه ماده ییز پلان عملي کړی نه دی.

ملګري ملتونه وایي میانمر کې د تشدد له امله څه باندې یو میلین خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG