واشنګټن ــــ د پیسو نړیواله اداره آی ایم ایف وایي د پاکستان د درې ارب ډالرو پور نوی پروګرام به د دې هیواد له سمدستي هڅو سره مرسته وکړي چې د اقتصاد د مستحکم کېدو او د پورونو په بیرته ادا کولو کې د اوسني توازن اړتیا پوره کړي.
د دې پور ورکوونکې نړیوالې ادارې مشرتابه بورډ د دې اوونۍ په پیل کې د نهه میاشتې سټېنډبای انتظام په توګه د درې اربه ډالرو منظوري ورکړه، چې مقصد یې د پاکستان د اقتصاد ملاتړ کول دي.
د آی ایم ایف ویاندې جولي کوزېک د پنجشنبې- زیارت په ورځ په واشنګټن ډي سي کې خبرې غونډې ته وویل، چې د سټېنډبای ارېنجمنټ تړون په "چېلنجوونکي پړاو" کې شوی دی.
جولي کوزېک وویل، د دې پروګرام مقصد د حکومت د اقتصادي استحکام د پلان او پالیسیو ملاتړ کول، د زیاتو بېوسه خلکو مناسبه ژغورنه او د څو اړخیزو او دوه اړخیزو شریکانو مالي مرستې ته چوکاټ برابرول وو. مېرمن کوزېک وویل:
"په راتلونکي وخت کې پر مستحکم پالیسۍ باندې عمل کول مهم دي، دا به د پروګرام د کامیابۍ لپاره او په یقیني توګه د پاکستان د خلکو د مرستې او ملاتړ لپاره مهم وي."
آی ایم ایف په یوه بیان کې ویلي چې بورډ یې د پاکستان لپاره د 2.25 ارب ډالرو سپېشل ډراینګ رایټس یا ایس ډي آر لپاره د بېل آوټ پېکیج منظوري ورکړه، وایي دا هغه خوندي کړی فنډ دی چې اداره یې د خپلو غړو هیوادونو اکاونټونو ته لېږي.
د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي چې په درې ارب ډالرو کې د 1.2 اربه ډالرو لومړۍ برخه د هېواد په مرکزي سټېټ بېنک کې جمع شوې او د 1.8 اربه ډالرو "بېلنس رقم" په نومبر او د راتلونکي کال په فرورۍ کې د آی ایم ایف له خوا تر دوو کتنو وروسته ور لېږل کېږي.
د آی ایم ایف ویانده جولي کوزېک وایي که څه هم د پاکستان لپاره یې دا پروګرام د لنډې مودې دی خو وایي دا خبره به باوري کړي چې د دې هېواد د پورونو د پرې کولو لپاره د اوسني توازن اړتیا پوره شوې ده:
"که څه هم دا یو نسبتاً لنډمهالی پروګرام دی، خو دا به پاکستان ته وخت ورکړي چې د خپل کورني او بهرني اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره مهمې پالیسۍ عملي کړي او دا به یې له [اقتصادي] استحکام سره مرسته وکړي".
د پیسو د نړیوالې ادارې ویانده وایي په دې کې شک نه شته، پاکستان به د اړتيا وړ اقتصادي بدلونونو، د ټولشموله ودې د امکاناتو د پياوړي کولو او د شخصي سرمايې د نوښت لپاره دې ته اړتیا ولري چې یو مناسب چاپيريال پیدا کړي او د خپلو داخلي اقتصادي چېلنجونو د حل لپاره په منځنۍ موده کې پرله پسې اصلاحات وکړي:
"یقیناً موږ په آی ایم ایف کې هر وخت له پاکستان او د پاکستان له حکومت سره د هغو هڅو په برخه کې کار ته تیار یو، چې اقتصادي دوام او استحکام یې پر ځای شي".
د روانې اوونۍ په پیل کې هم پاکستان له متحده عربي اماراتو یو ارب ډالر او له سعودي عرب نه دوه ارب ډالر پور تر لاسه کړ، ځکه چې دواړه هېوادونه د جون په اخیر کې د اسلام آباد او آی ایم ایف سټېنډبای تړون ډاډمن کړي وو.