لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا خليج ته جنګي الوتکې ليږي چې د ایران لخوا د سمندري جهازونه د نيولو مخه ونیسي


واشنګټن- د امريکا د دفاع يو چارواکي ويلي هېواد يې د روس، ايران او شام د زياتېدونکي تعلقاتو نه انديښنې لري او د هورمز په تنګه سمندري لار کې د ايران د نيولو نه د جهازونو ساتلو د پاره اېف شپآرس جنګي الوتکې د خليج سيمې ته ليږي.

د پينټاګان چارواکي خبريالانو ته ويلي اېف شپاړس جهازونه به د روانې اوونۍ تر اخره خليج ته واستولی شي چې په سيمه کې به د ای-10 الوتکو ملاتړ کوي کومې چې د يوې اوونۍ راهسې هغلته هوايي ګزمې کوي.

دا پرېکړه د ايران د هغه هڅو وروستو شوې چې ايران د هورمز په تنګه کې د دوه تېل وړنکو جهازونو د نيولو کوښښ کړی و او په يو ايل ټينکر يې ډزې هم کړي.

چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط په ياده سيمه کې د پوځي هلو ځلو تفصيل ورکړو او ويې ويل اېف شپاړس الوتکې به نه يواځې سمندري جهازونو ته هوايي تحفظ ورکوي بلکې دا به د هورمز د لارې ساتلو تر څنګ ايران ته دفاعي پيغام هم وي.

د امريکا د سمندري ځواک چارواکو ويلي په دواړو موقعو د ايران سمندري جهازونه هغه وخت په شا شول کله چې د امريکا په ميزايلو سمبال تباه کونکې بېړۍ دغه ځای ته ورسېدله.

د دفاع چارواکي زياته کړه امريکا د شام په هوايي حريم د روس د زياتېدونکو هلو ځلو نه انديښمنه ده او په دغه سيمه کې د يو شمار پوځي هلو ځلو په زياتولو غور کوي ځکه د روس عمليات د داعش خلاف روانو اپرېشنو ته ستونزې پيدا کوي.

چارواکي د نورو پوځي عملياتو د تفصيل ورکولو نه ډډه وکړه خو ويې ويل امريکا به د شام په غرب کې يوه علاقه هم پرې نه ږدي او د داعش خلاف مېشن به روان وساتي.

روسي پوځي هلې ځلې د مارچ نه راپه دېخوا سېوا شوي او چارواکی وايي دا د روس، ايران او شام د يو بل سره د زياتېدونکي تعاون نتيجه ده ځکه چې دغه هېوادونه غواړي امريکا د شام اوځي.

چارواکي وويل روس په اوکرين کې د ايراني مرستو په سر تهران په ځان پورې نيولی او ايران غواړي امريکا د شام نه اوځي چې په اسانه د لبناني حزب الله مرستو ته ورورسي او اسرايل ته ګواښ جوړ شي.

امريکا په شام کې د مينځ محاله روسي او ايراني قدس چارواکو ترمنځ د همکارۍ، پلاننګ او استخباراتي معلوماتو د شريکولو نه خبر ده او د چارواکي په وينا دا د فشار اچولو د پاره کيږي چې د دوی په خيال امريکا به د شام نه لاړه شي.

دا وخت په شام کې نزدې 900 امريکاي پوځيان پراته دي او وخت په وخت پکې يو شمېر د داعش وسلوالو خلاف د عملياتو د پاره ځي راځي.

امريکا په دې باور نه لري چې روسي جنګي الوتکې به په امريکايي ځواکونو بمباري وکړي لا به هواباز چلونکې الوتکه په نخښه کړي. البته چارواکی وايي امريکا انديښنه لري روسي هواباز کولی شي دغلته امريکايي ريپر ډرون د مخې لرې کړي ځکه ماسکو باور لري داسې عملياتو ته به امريکا ډېر سخت غبرګون ونه ښايي.

د دې يو مثال د روس د جنګي الوتکې په ريپر ډرون د جېټ فيول تويول وو چې له سؤبه يې امريکا مجبوره شوه دغه ډرون په بليک سي لا تور سمندر کې غوزار کړي.

دې عمل د دواړو هېوادونو ترمنځ تاو تريخوالی جوړ کړو چې د دفاع چارواکي يې د يو بل سره په ټيليفوني خبرو اترو مجبور کړل خو خبره نېغ په نېغه پوځي غبرګون ته ونه رسېدله.

تېره اوونۍ په شام کې د روغې جوړې روسي مرکز مشر ريير ايډمېرل اولېګ ګوريوف ويلي روسي او شامي پوځي ځواکونو ګډې پوځي تربيې اخلي.

د شام د ټيليويژن د خبرونو تر مخه ياد روسي افسر ويلي ماسکو په شمالي شام کې د امريکايي او اتحادي هېوادونو ډرونز په الوت انديښمن دی ځکه دا عمل د پروټوکول يوه منظمه خلاف ورزي ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG