لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او روس د جاپان په سمندر کې مشترک فضایي او سمندري مشقونه پیل کوي


روئټرز - د چین د سمندري قواوو یوه ډله جهازونه د اتوار/یکشنبې په ورځ د جاپان سمندر په لور حرکت وکړ چې هلته کې د روس د سمندري او فضايي قواوو سره په پوځي مشقونو کې برخه واخلي. د چین دفاع وزارت د دې مشقونو مقصد، "اوبو کې د سټراټېجیکو لارو د امن تحفظ" بللی دی.

د دې مشقونو خفیه نوم "شمالي/انټر اېکشن-2023" دی او په اوکراین باندې د روس د یرغل نه پس، د بجینګ او ماسکو ترمنځ د پراخو پوځي همکاریو څرګندونه کوي. دواړه ملکونه په داسې حال کې دا مشقونه پیل کوي چې امریکا د چین سره د پوځي رابطو دپاره د چېنلونو غوښتنه کوي مګر چین په مکرره توګه دا مطالبه رد کړې ده.

د چین د سمندري ځواکونو د جهازونو په دې ډله کې چې د مشق دپاره تللي دي، پنځه جنګي کښتۍ او څلور سمندري هلي کاپټرې شاملې دي. د چین دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې د دوی د سمندري ځواکونو دا ډله د چنګداو شرقي بندر څخه حرکت کړی او په یوه ځانګړې سیمه کې به د روسي جهازونو سره یوځای شي.

د چین سرکاري اخبار، ګلوبل ټایمز د پوځي مشاهدینو له قوله لیکلي، دا به وړومبی ځل وي چې چین او روس په دغسې مشترکو مشقونو کې برخه اخلي.

د روس دوو جنګي کښتیو د دې میاشتې په سر کې، په شانګهائی کې د چین له سمندري قواوو سره د حرکاتو، رابطې جوړولو، او په سمندر کې د ژغورنې د عملیاتو په برخو کې جدا مشق هم ترسره کړی و. د روس هماغه کښتۍ اوس د جاپان په سمندر کې مشترک پوځي مشق ته آمادګی نیسي.

وړاندې له دې چې روس په اوکراین حمله وکړي، صدر پوټین او صدر شي جن پنګ اعلان کړی و چې د دوو ملکونو ترمنځ د پراخ شراکت مقصد، د امریکا د اثررسوخ سره مقابله کول دي. د دې شراکت یوه د پام وړ برخه، پوځي همکارۍ دي.

په همدې جولای میاشت میاشت کې د چین دفاع وزیر لي شانګفو د روس د سمندري قواوو د مشر اډمېرل نیکولای یفمینوف سره وکتل او دواړو اړخونو وعده وکړه چې پوځي تعلقاتو ته به وسعت ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG