واشنګټن - روس د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د غله دانو د برامداتو له لوظنامې څخه، کومه چې تېر کال لاسلیک شوې وه، په شا کیږي. د دې لوظنامې ترمخې، اوکراین کولی شول چې د خپلو درېیو بندرونو نه غله دانې په کښتیو کې د تور سمندرګي د لارې بهر ملکونو ته برامد کړي، او په محفوظه توګه د روس د جنګي کښتیو نه تېرې شي.
دا معامله په داسې وخت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب وشوه چې په نړېواله کچه د خوراکي موادو بحران مخې ته راغی. په دې معاملې سره د اوکراین هغه غله دانو ته د برامد لاره پیدا شوه چې د روس د جنګ له امله په اوکراین کې پراته پاته و. د لوظنامې تر مخه روس دې برامداتو ته اجازت ورکړ او اکثره برامد شوي غله دانې د افریقې، منځني ختيځ او آسیا غریبو ملکونو ته ولېږل شوې.
د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش د روس په دې وروستي اقدام، چې د لوظنامې نه په شا شوی، نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د تور سمندرګي د لارې برامدات، "دنیا کې د خوراکي تحفظ دپاره د ژوند حیثیت لري او د لانجو سره مخ نړۍ کې د امید یوه رڼا پاته شوې ده."
ګوتېرش وویل: "په داسې یو وخت کې چې د خوراکي موادو پیداوار او دستیابي د جنګ، موسمي بدلون، د انرجۍ د قیمتونو او نورو وجوهاتو له امله د خلل سره مخ شوي دي، دغې لوظنامې مرسته کړې چې د تېر کال د مارچ میاشتې راهیسي د خوراکي موادو په بیعه کې څه باندې 23فیصدي کمی راشي. د روس فېډرېشن له خوا د نن ورځې فیصله به په هرځای کې غریبو خلکو ته یو نقصان وي."
په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې لېنډا ټوماس-ګرینفیلډ د ماسکو د عمل مذمت کړی او هغه یې د روس له اړخه "د ظلم یو بل عمل" بللی دی.
مېرمن ټوماس-ګرېنفیلډ وویل: "په داسې وخت کې چې روس سیاسي لوبې کوي، حقیقي خلک به رنځونه ګالي: د افریقې په ختیځ کې هغه ماشوم چې په سخت غذائیت اخته دی، هغه مور چې د خپل ماشوم دپاره به یې شېدې وچې شوي وي ځکه خپله د خوړلو دپاره کافي خوراک نلري. دا د روس د اعمالو نتیجه ده."
د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، روس باید د اوکراین د غله دانو برامدات نه وی بند کړي.