لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د G-20 د ماليې وزیرانو غونډه بې له کومې موافقې پای ته رسېدلې


واشنګټن – په هند کې د G-20 د مالي وزیرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو غونډه د نهې یا سې شنبې په ورځ په داسې حال کې بې له کومې موافقې پای ته ورسېده چې غړو پکې په اوکراین کې د روس د جګړې په اړه توپیرونه درلودل.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې نېرمالا سېتارمن په ګاندینېګر ښار کې د دغې دوه ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته بې له دې چې کوم ګډ بیان خپور کړي خبریالانو ته وویل،

"مونږ تر اوسه هم د روس -اوکراین جګړې په اړه یو ډول ژبه نه لرو."

هند چې سږ کال ددغې ډلې مشري کوي یواځې له غونډې وروسته یو لنډیز او سند خپور کړی په کوم چې کې چې د خبرو د پای ته رسېدو او د اختلافونو د شتون یادونه شوې.‌

ددغه لنډیز یا سمري له مخې، چین او روس له هغو پراګرافونو سره مخالفت څرګند کړی چې د جګړې په اړه یې لیکلي وو چې پکې "انسانانو ته زیات زیان رسېدلی" او دا چې "د نړۍ په اقتصاد یې زیاتېدونکی منفي اغیز کړی."

دا چې په غونډه کې کومه موافقه و نه شوه دا له تمې خلاف نه وو ځکه د اوکراین جګړې په اړه ښکاره ډېپلوماټیک توپیرونه شته.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې په خبري غونډه کې دا هم وویل، ‌چې د G-20 ګڼو غړو له دې امله د روس غندنه هم وکړه چې د تورې بحیرې له لیارې یې د اوکراین د غلو دانو د صاداراتو مهم تړون و نه غځوه.

سېتارمن وویل، "ګڼو غړو دا کار وغنده او وویل چې داسې باید نه وای شوي."

"د تورې بحیرې له لیارې د خوړو لېږد باید نه درېدلی وای او نه هم ځنډېدلای وای."

د روس لخوا ددغه تړون له پای ته رسېدو سره د اسیا او افریقا د کم امدن په هېوادونو کې دا وېره رامنځ شوې چې لا نور خلک به غریبې ته ټېل وهل شي.

که څه هم هند د اوکراین د جګړې په اړه تر ډېره بې پرې پاتې شوی، خو مخ پر ودې هېوادونو باندې ددغې جګړې په ناوړه اغیزو یې اندېښنه څرګنده کړې.‌

هند ویلي، د G-20 د مشرتوب پرمهال یې پام له هغو هېوادونو سره مرستې ته اړولی چې د کورونا او د اوکراین د جګړې له امله د قرضو له ناورین سره مخ شوي.

سېتارمن وویل،‌ چې غړو په ټوله کې د نړیوال اقتصاد په مسلو باندې خبرې کړي په ځانګړي ډول د خوړو او انرژۍ او یو شمېر نورو داسې مسلو باندې.‌ هغې وویل، چې په مهمو برخو کې پرمختګ هم شوی.

د امریکا د خزانې وزیرې جنېت یلېن ویلي، د کم امدن تر نیمايي زیات هېوادونه د قرضو په بحران کې ښکېل او یا هم ورته نېږدې دي چې دا د ۲۰۱۵ کال په پرتله دوه چنده زیات دي.‌

د آی اېم اېف مشرې کریسټلېنا جیورجیوا په غونډه کې په چټکۍ سره د قرضو په بیا جوړښتونو یا ریسټرکچرېنګ باندې ټینګار وکړ.‌

هغې دا هم وویل،‌ چې د نړۍ اقتصادي وده په ورو کېدو ده. "نړۍ اوس د موسمي بدلون، وبا او په اوکراین باندې د روس د یرغل له امله له لا زیاتو ستونزو سره مخ ده او دا ټول یوه پراخه ستونزه جوړولای شي.

د نړیوال بانک مشر اجې بېنګا ورته اندېښنې څرګندې کړې. هغه د بې باورۍ یادونه وکړه چې په اوسني وخت کې د نړۍ شمال له جنوب څخه جلا کوي، په داسې حال کې چې په اوسني وخت کې یې د یوالي اړتیا ده.

ټاکل شوې ده چې د G-20 سرمشریزه به په سپټمبر کې ترسره شي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG