د پاکستان د اسټیټ بینک لخوا جاري کړل شوې شمیرې ښیي چې په مالي کال 2022-23 کې د پاکستان دننه بهرنۍ سرمایه ګزاري 77 فیصده راټيټه شوې اږ 42 کروړه ډالر پاتې شوې ده چې تېر مالي کال کې ارب، 85کروړه او 78 لک ډالر وه.
د اسټيټ بینک د شمیرو له مخې د مالي کال 2022-23 په مهال مجموعي بهرنۍ شخصي سرمایه ګزاري 7.2فیصدي کمه شوې اږ یو ارب ،43کروړه او 77 لکه پاتې شوې چې دې کې نیغ په نیغه بهرنۍ سرمایه ګزاري 24.8فیصدي کمه شوې او یو ارب،45کروړه اؤ 58 لکه ډالر ښودل شوې ده.
د اسټيټ بینک دا رپورټ ښایي چې د پاکستان دننه د بهرنۍ ولسي پنګونې نه یو ارب ډالرو څخه زیاتې پیسې وتلي دي او ټوله بهرنۍ سرمایه ګزاري 77فیصدي کمه شوې ده.
د رپورټ ترمخه جون 2023م کې ټوله غیرملکي سرمایه ګزاري 11کروړه اؤ 12 لکه ډالر پاتې شوې ده چې دې کې دایف ډي آی مالیت 11کروړه اؤ 43لکه ډالر و او همدا شان پورټ فولیو سرمایه ګزاري منفي 32لک ډالره پاتې شوې ده.
د پاکستان دننه بهرنۍ سرمایه کارۍ کې دکمي دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په دې وروستیو کې پاکستان دیو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ دی اؤ آی ایم ایف څخه دقرض دتړون نه مخکې داسې ګنګوسې کیدلې چې ګنې پاکستان به په اقتصادي توګه دیوالیه شي.
په دې وروستیو کې نړیوالې مالیاتي ادارې دپاکستان اقتصاد ته د اډاڼې ورکولو په غرض پاکستان سره د دریوؤ اربو ډالرو د پور تړون کړی چې دا پیسې به دنهو میاشتو لپاره پاکستان ته ورکول کیږي اؤ په پاکستان یې ددې قرضې لپاره ځینې سخت شرطونه هم ایښي دی.
څېړونکي وایي پاکستان کې د امن دخرابې وضعې، سیاسي تاو تریخوالي اؤ د توانایۍ دلوړ بیعو له امله هم اوس بهرني پنګه وال پاکستان کې سرمایه ګزارۍ ته زړه نه ښه کوي.
تېره میاشت دپاکستان حکومت دملک دمعاشي بحالۍ قامي منصوبه وړاندې کړې وه چې دهغې له مخې به هیواد کې بهرنۍ سرمایه ګزارۍ ته وده ورکولی شي اؤ دې لړ کې دپرتو خنډانو دلرې کولو لپاره ځانګړی دسرمایه کارۍ داسانتیاؤ کونسل هم جوړ کړل شوی ؤ.
حکومت دعوه کړې ده چې دا منصوبه کله په کال2035م کې سرته ورسیږي نو پاکستان به دیو ټریلین ډالرو اقتصاد جوړ شي.
دپاکستان دحکومت دیوې اعلامیې له مخې چې دهیواد د معاشي بحالۍ دقامي پلان مقصد ملک دموجوده اقتصادي ستونزو اؤ بحرانونو نه ویستل اؤ ملک ته بهرنۍ سرمایه کاري راماتول دي.
اعلامیه کې ویل شوي چې دپلان له مخې به د زراعت یا کرکیلې،لایوسټاک،معدنیاتو،کان کیندنې،ایي ټي اؤ توانایۍ په څېر څانګو نه استفاده کولی.
دحکومت لخوا ویل شوي چې دې منصوبې نه به راتلونکو څلور،پینځوؤ کلونو کې د70 بلینه ډالرو برامدات وشي اؤ پاکستان دننه به بهرنۍ سرمایه کارۍ کې د100 اربو ډالرو اضافه هم وشي.
هر څو که دپاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار دعوه کړې ده چې د آی ایم ایف سره دپور دتړون نه وروسته دهیواد د ډیفالټ کیدو یا دیوالیه کیدو خطره ختمه شوې ده خو د روانې میاشتې په پیل کې د اقتصادونو د درجه بندۍ نړیوالې ادارې موډیز ویلي وؤ چې د آی ایم ایف دقرضې باوجود به هم نزدې راتونکې کې دپاکستان اقتصادي فعالیتونه د اغېزو لاندې پاتې وي.
د موډیز دبیان له مخې پاکستان کې د سود اؤ ګرانۍ لوړه کچه اؤ حکومتي لګښتونه به سرمایه کاري د اغېز لاندې ساتي اؤ هم به پاکستان ته د بهرنیو لوړو پورونو ستنول ور په غاړه وي.