لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس: باجوړ کې ځانمرګی بريد نه دی شوی شخصي دښمنۍ کې وژنې شوي


د افغانستان سره په پوله پرتې باجوړ ضلعې د پوليسو مشر ویلي، په ټولنيزو رسنيو پرون خبر خپور شوی چې په پوليسو ځانمرګی برید شوی، خو دغه خبر حقيقت نه لري د شخصي دښمنۍ په نتيجه کې یو ځايي ملک او دوه نور کسان وژل شوي دي.

د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر نذیر خان د ډیوه خبريال ارشد مومند ته ویلي، د خودکش خبرونه جعلي دي.

پوليس افسر ويلي، د ډزو په يوه پېښه کې ملک نجيب الله او هغه سره دوه نور کسان وژل شوي دوی په ګاډې کې روان وو او ډزې پرې شوي دي په ډزو کې په لاره روانه يوه ماشومه هم ژوبل شوې ده.

هغه زياته کړې، د ملک نجيب الله زړه دښمني وه.

باجوړ کې د يادې پېښې په اړه پرون په ټولنيزو رسنيو ځینې خپرونه خپاره شوي چې په پوليسو ځانمرګی برید شوی دی.

خو پوليس بيا ويلي، ماښام د ملنګي ماموند په علاقه کې ياده ناخوشګواره پېښه شوې وه.

باجوړ کې وخت په وخت د هدفي وژنو پېښې کيږي.

لس ورځې وړاندې هم د باجوړ د واړه ماموندو په علاقه کې نامالومه کسانو ځايي مشر ملک خان زمان په ډزو وژلی وو.

د تېرې میاشتې په وروستيو کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د باجوړ په عنایت قلعه سیمه کې یې په عملیاتو کې د کمانډر شفيع په ګډون "درې ترهګر وژلي"، خو دا یې نه وو ویلي چې د دوی تړاو له کومې وسلوالې ډلې سره وو.

ویل شوي وو د داعش وژل شوی کمانډر شفیع الله په پاکستان کې د ترهګرۍ په یو شمېر مقدمو کې قانون پر ځاي کوونکو ادارو ته مطلوب وو او د هغه پر سر شل لکه روپۍ انعام هم مقرر کړل شوی وو.

په دې وروستیو کې په باجوړ کې جمعیت علما اسلام نومې سیاسي مذهبي ګوند سره تړاو لرونکي ګڼ شمېر دیني عالمان ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي په دغو بریدونو کې د زیاترو ذمه واري داعش خراسان پغاړه اخستې وه.

په 23م جون باجوړ کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دمذهبي ګوند جمعیت علما اسلام یو غړی مولانا نور محمد او د هغه ورور زبېر وژل شوي وو چې وروسته یې ذمه واري داعش منلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG