لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ د پټو اسنادو د کېس لپاره د مې شلمه نېټه ټاکل شوې


واشنګټن – هغه فدرالي قاضي چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ لخوا د پټو یا محرمو اسنادو دوسیه پر مخ وړي وايي، په دې اړه د جمعې په ورځ د محکمې د یو حکم له مخې د مې شلمه نېټه ټاکل شوې ده.

دغه حکم په فلورېډا کې د امریکا یوې ضلعي ججې الین کېنان په داسې کال کې ورکړی چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره له شپږو میاشتو کم وخت پاتې دی.

ټرمپ دا مهال د جمهوري غوښتونکو یا ریپلېکنز ترمنځ د ولسمشرۍ لپاره تر ټولو مخکښ کاندید دی.

هغو فیدرالي څارنوالانو چې د امریکا ځانګړي کونسل ته کار کوي په اورېدنه کې د نهې یا سې شنبې په ورځ له کېنان څخه وغوښتل چې د محکمې نېټه دې په ډیسمبر کې وټاکي خو د ټرمپ وکیلانو ویلي، تر اوسه د دغې نېټې ټاکلو ته اړتیا نه شته.

په لومړي سر کې د محکمې نېټه د اګسټ ۱۴ ټاکل شوې وه خو دفاعي وکیلانو او څارنوالانو دواړو یې ځکه مخالفت وکړ چې ویل یې د تیاري لپاره زیات وخت ته اړتیا لري.

ټرمپ ته خبر ورکړل شوی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د اړولو د هڅو له امله د جرمي پلټنو هدف دی:

د امریکا پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې ده داسې یو لیک ترلاسه کړی په کوم کې چې هغه ته خبر ورکړل شوی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د اړولو د هڅو له امله د عدلیې وزارت لخوا د پلټنو لاندې دی.

اسوسېټېډ پریس خبري رسنۍ په دې اړه راپور کې لیکلي، داسې ښکاري چې ټرمپ به ژر د امریکايي څارنوالانو لخوا تورن وګڼل شي.‌

نوي فدرالي تورونه به په نیویارک او فلورېډا کې د ایالتي او موجوده فدرالي تورونو سره یوځای، او همدارنګه په جیورجیا کې د ټاکنو په اړه پلټنو کې د مداخلې د تورونو سره په ګډه د ټرمپ لپاره د حقوقي ستونزو نوملړ نور هم اوږد کړي، په داسې حال کې چې ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو یا ریپلېکنز ګوند نوماند دی.

ټرمپ ددغه هدفي لیک په اړه معلومات په خپلې ټولنیزې رسنۍ ورکړی او ویلي یې دي، چې هغه دغه لیک د اتوار یا یکشنبې په شپه ترلاسه کړی او دی پکې د تورن کېدو اټکل کوي.

داسې لیک کله له تورن کېدو مخکې استول کېږي چې د پلټنو لاندې تورن کس ته وویل شي چې څارنوالانو له جرم سره د هغه کس د تړاو په برخه کې شواهد ترلاسه کړي دي.‌

ټرمپ همدارنګه داسې یو بل لیک تېره میاشت د جلا هغو تورونو په تړاو ترلاسه کړی و چې په غیر قانوني توګه د محرمو یا پټو اسنادو د ساتلو په هکله د شویو پلټنو په اړه و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG