د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ هیله ښودلې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت به خپله خاوره د پاکستان پرضد ترهګرۍ لپاره کارول کیدو ته ور نه کړي.
تېره ورځ مطبوعاتو ته اوونیز احوال تېرولو په وخت د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي هیله لري افغانستان به خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د پاکستان او نړۍ سره یې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پاکستان کې په امنیتي ځواکونو پرله پسې خونړي بریدونه وشول او دپاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو تور ولګولو چې دې بریدونو کې د افغانستان دننه پټ ترهګر لاس لري.
پاکستان کې دترسره شوؤ وروستیو ترهګریزو بریدونه نه وروسته تېره اوونۍ افغانستان لپاره دپاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دیوې لوړې پوړې ډلې په مشرۍ دکابل سفر هم کړی اؤ دغلته یې دطالبانو دحکومت مهمو مشرانو سره افغانستان کې دټي ټي پي د وسله والو د موجودیت اؤ پاکستان کې په دکیدونکو بریدونو په داسلام اباد اندېښنې شریکې کړې دي.
دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دپاکستان لخوا افغانستان کې دترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړی اؤ په پاکستان یې غږ کړی چې که دخپلو ادعاؤ ثبوتونه لري نو باید دوي ته یې ورکړي چې اقدام پرې وکړي.
دخارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، کله هم چې پاکستان ته دافغانستان له لوري کومه داندېښنې وړ ستونزه رامخې ته کیږي نو پاکستان هغه دافغان چارواکو سره راپورته کوي.
دپریس بریفینګ په مهال ایران ته دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال عاصم منیر د اوسني سفر په اړه دیوې پوښتنې ځواب کې ویاندې ممتاز زهره بلچ دا تاثر رد کړی دی چې ګنې دپاکستان خارجه پالیسۍ کې مهم کردار پوځ لوبوي اؤ دحکومت کردار پکې یوازې دعلامتي بیانونو ورکولو تر حده دی.
څېړونکي مدام پخپلو تجزیو کې دعوې کوي چې دپاکستان طاقتور پوځ دملک خارجه پالیسي پخپل لاس کې نیولې ده دپوځ له خوښې پرته حکومت دنورو هیوادونو سره یو ګام هم پخپله مرضۍ نه شي اخستی.
خارجه ویاندې وویل "زما په خیال دا یوه غلط فهمي ده چې خارجه پالیسي څنګه پرمخ وړل کیږي اؤ مونږ مونږ دکوم هیواد سره څنګه اړیکو جوړوؤ"
هغې وویل ایران دپاکستان یو نزدې ګاونډي دوست هیواد دی اؤ دواړه هیوادونه ګڼ اړخیزه اړیکې لري.
هغې ویلي دپوځ سرلښکر په دفاعي همکاریو دخبرو اترو لپاره د ایران ددفاعي چارواکو په بلنه ایران ته تللی ؤ اؤ هلته یې دایران د پوځي مشرتابه سره لیدنې کړې دي.