په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ددفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د پاکستان له لوري افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون تورونه رد کړي اؤ وایي، د پاکستان حکومت داسې څرګندونې د دې لپاره کوي چې نړۍ ته دوی (د طالبانو حکومت) بې وعدې وښایي.
العربیه ټلویزیون سره پخپله یوه تازه مرکه کې ملا یعقوب مجاهد ویلي د طالبانو حکومت هیچا ته اجازه نۀ ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس خبرو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پاکستان کې په امنیتي ځواکونو پرله پسې خونړي بریدونه وشول او د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو تور ولګولو چې دې بریدونو کې د افغانستان دننه پټ ترهګر لاس لري.
پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو ترهګریزو بریدونه نه وروسته تېره اوونۍ افغانستان لپاره دپاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د یوې لوړې پوړې ډلې په مشرۍ د کابل سفر هم کړی اؤ هلته یې د طالبانو د حکومت مهمو مشرانو سره افغانستان کې د ټي ټي پي د وسله والو د موجودیت اؤ پاکستان کې په دکیدونکو بریدونو په داسلام اباد اندېښنې شریکې کړې دي.
تر دې وړاندې تېره میاشت د افغانستان طلوع نیوز ټیلي ویژن سره خپله یوه مرکه ملا یعقوب مجاهد پوښتنه راولاړه کړې وه چې "که (ټي ټي پي) په افغانستان کې اوسیږي نو بیا څنګه د افغانستان له منځه پاکستان ته اوړي اؤ بیا ځي تر اسلام اباد اؤ لویو لویو ښارونو پورې ځان رسوي، دوی یې هلته په دې خپل 63 کلن جوړ حکومت کې بیا هم نه شي کنټرولولی اؤ هلته پر دوی باندې بریدونه کیږي، بیا څنګه دوي دا الزام پر مونږه لګوی؟"
العربیه سره مرکه کې ملا یعقوب وویل د طالبانو حکومت پخپلو ژمنو کلک ولاړ دی اؤ هیڅکله د بل هیواد پرضد خپله زمکه کارول کیدو ته نه ورکوي.
پخپله دې مرکه کې دیوې پوښتنې په ځواب کې دطالبانو ددفاع وزیر ویلي دوي هیڅکله د اشرف غني د وژلو اراده نۀ درلوده.
هغه ویلي همدا اوس حامد کرزی، عبد الله عبدالله او د تېرې ادارې لوړ پوړي چارواکي کابل کې شته اؤ اشرف غني له دوی سره هیڅ توپیر نه درلودو.
هغه پر امریکا غږ وکړو چې د افغانستان پر ضد هوايي سرغړونې بندې کړي او ویې ویل دا کار د دوحې د تړون خلاف دی.
ښاغلي یعقوب مجاهد داعش یوه وحشی او وژونکې ډله وبلله او وی ویل افغانستان کې داعش تر بل هر ځای زیات ټکېدلی اؤ ټول افغانستان کې پر يوه لويشت خاوره واک کې نه لري.
نوموړي وویل" پخپلو داخلي چارو کې د نړيوالو فرمايشونه منل زموږ استقلاليت د سوال لاندې راولي اؤ منلو ته یې هیڅکله چمتو نه یو"
د طالبانو د دفاع وزیر وویل د دوی حکومت چې نړۍ سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې ټولې پوره کړي دي اؤ له نړۍ یې وغوښتل چې د خپلو ژمنو له پوره کېدو وروسته دې دطالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
هغه وویل د دوی حکومت خلیجي هېوادونو په ځانګړې توګه سعودي سره ښې اړیکې لري اؤ هیله یې ښکاره کړه چې سعودي به د دوی دحکومت په رسميت پېژندلو کې مهم رول ادا کړي.
د ټول شموله حکومت په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې هغه وویل" ازمایل شوو څېرو ته اوسني حکومت کې ځای نه ورکوو"