په افغانستان کې واکمن طالبان وایي چې په تېرو څو ورځو کې د هغه ملک په څو ولایتونو کې سېلابونه بهېدلي چې له امله یې په لسهاوو کسان مړه او ژوبل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د قدرتي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د اتوار/یکشنبې په ورځ وي او اې ته وویل چې بارانونو په کابل، میدان وردک، ننګرهار او غزني ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
د طالبانو د یاد وزارت ویاند په واضحه توګه ونه ویل چې په دې سیلابونو کې څومره کسان مړه او ژوبل شوي، مګر وعده یې کړې چې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ به وروسته کره شمېرې مطبوعاتو سره شریکې کړي.
د بلې خوا د میدان وردک ولایت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو محکمې ویلي، یوازې په هماغه ولایت کې د تېرې شپې په سیلابونو کې پنځه ویشت (۲۵) تنه مړه شوي، په لسګونو ټپیان شوي او د سیلابونو وروسته تر څلوېښتو (۴۰) تنو پورې لادرکه شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په میدان وردک ولایت کې د تیرې شپې په سیلابونو کې د مړو شمیر ۱۳ ښودلی او ویلي دي چې د سیلابونو وروسته تر څلوېښتو (۴۰) نورکسان لا درکه شوي دي.
د میدان وردک ولایت ځایي چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې ډیر تلفات تیره شپه د دغه ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې پیښ شوي دي. د چارواکو د وینا له مخې په دغه ولسوالۍ کې ډیر تلفات په هغه کلي کې پيښ شوي چې د سیلاب د راوتلو پر مهال په کې د واده مراسم روان وو.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې د دولت وزارت د معلوماتو پر اساس د روان کال په لومړنیو څه باندې څلورو میاشتو کې په افغانستان کې یو باندې یو سل او پېنځوس (۱۵۱) تنه په بېلابېلو او طبیعي پېښو کې مړه شوي او دوه سوه و پېنځه ویشت (۲۲۵) نور ټپيان شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې په دې موده کې ۲۱۶۲ کورونه په نسبي یا بشپړه توګه هم ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي، چې په افغانستان کې هرکال په طبیعي پیښو کې له دوو سوو زرو څخه زیات کسان زیان ویني.
(دا رپوټ د وي او اې افغان سروس نه اخستل شوی دی)