د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د پاکستان او امریکې ترمنځ په کال 2022م کې د تجارت حجم نهه اربه ډالره وو، او امریکې تېر کال د پاکستان څخه د شپږو اربو ډالرو څيزونه درامد کړي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو په وزارت کې د پاکستان لپاره جوړې څانګې مرستیالې [د پاکستان لپاره د امریکې پرنسپل ډپټي اسسټنټ او ډپټي اسسټنټ سيکرټري] اليزبیت هورسټ ويلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] او پاکستان ترمنځ د پور تړون کېدل يو ښه ګام دی.
هغې ویلي، د پاکستان د موجوده حکومت لخوا د انتخاباتو کول ښه خبره ده خو د پاکستاني سياست فېصله به د دغه هيواد ولس د خپل قانون او ايين ترمخه کوي.
اغلې په ډاګه کړې امریکا د کوم يو سياسي ګوند يا امېدوار د بل په مقابله کې ملاتړ نه کوي.
هغې زياته کړې، امريکا غواړي په پاکستان کې ازادې او رڼې ټاکنې وشي او په دغو اصولو به د پاکستان انتخابات څاري.
د الزبت هورسټ په خبره، په تېر کال کې امريکايي کمپنيانو په پاکستان کې خواوشا د 250 ملينه ډالرو نېغ په نېغه پانګونې کړي او په تېرو دوه لسيزو کې امريکې پاکستان ته د اربونو ډالرو مرستې ورکړي دي.
امریکايي چارواکې ويلي، دا تاثر سم نه دی چې امريکې پاکستان هېر کړی دی.
نوموړې د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په وروستيو کې په امنیتي ځواکونو شوو بریدونو باندې افسوس څرګند کړی دی.
الزبت هورسټ ویلي، پاکستان ته د ډېرو ملکونو په مقابله کې ترهګرۍ ډېر تاوان اړولی دی، ځکه امریکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې مهمه اتحاديان دي.
نوموړې زياته کړې، امریکا د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] خلاف د پاکستان د مبارزې، او د سيمې امنيت او ټي ټي پي په څېر ډلو لخوا پاکستان ته ورپېښو ګواښونو د مخنيوي ملاتړ کوي.
پاکستان کې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
درې ورځې وړاندې په خېبر ضلع کې د تحصيل په ودانۍ ځانمرګي بريدونه شوي، د پوليسو په ګډون پکې درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.
د صوبې په نورو برخو کې هم د ناامنۍ پېښې او په امنيتي ځواکونو د بريدونو پېښې دوام لري، د زياترو زمه واري پکې تحریک طالبان پاکستان مني.
د پاکستان چارواکي او پوځ وخت په وخت تورونه لګولي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې پټ دي او د هلته نه په پاکستان کې ترهګري کوي.
پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
خو په افغانستان کې طالبان په دوامداره توګه د پاکستان دغه تورونه ردوي چې ګنې د افغانستان خاروه د پاکستان پرضد کاريږي.
په وروستيو کې د پاکستان پوځ ویلي په "یو ګاونډي ملک "کې د ټي ټي پي او د دې په شان د نورو وسله والو ډلو پناه ځایونو، د حرکت ازادي او د جدیدو وسله ترلاسه کېدلو د پاکستان امنیت د اغیز من کېدو لوی سبب دی.
د پاکستان پوځ د کوم ملک نوم نه وو اخیستی خو د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو د دې نه مخکي په تکرار دا خبره کړې چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، وسله وال په افغانستان کې پټن ځایونه لري او د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې حملې ترتیب کوي.
د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دریځ ردوي. د طالبانو خارجه وزیر ملا امیر خان متقي په دې لړ کې په یوه موقع ویلي وو چې افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو مېز ته راوستلي وو او دا چې پاکستان د خپلې مسلې پړه په افغانستان وراچوي.
په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په يوه تازه مرکه کې هم د پاکستان له لوري افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون تورونه رد کړي او ويلي يې دي، د پاکستان حکومت داسې څرګندونې د دې لپاره کوي چې نړۍ ته دوی (د طالبانو حکومت) بې وعدې وښایي.
العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې ملا یعقوب مجاهد ویلي د طالبانو حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس خبرو ته چمتو دی.
[د خبر ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي دي]