لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا یو وار بیا بالسټیک میزائیل وداغولو


د جنوبي کوریا په پایتخت سئول کې خلک په ټي وي باندې د شمالي کوریا د میزائیل ټېسټ ګوري - د جولائی ۲۲مه، ۲۰۲۳
د جنوبي کوریا په پایتخت سئول کې خلک په ټي وي باندې د شمالي کوریا د میزائیل ټېسټ ګوري - د جولائی ۲۲مه، ۲۰۲۳

واشنګټن - د جنوبي کوریا د پوځ د سرلښکر دفتر خبر ورکړی چې شمالي کوریا د ګل/دوشنبې ورځې ناوخته یو بالسټیک میزائیل د خپل ختیځ ساحل خوا ته اوبو کې داغلی دی.

د جاپان دفاع وزارت هم د یو میزائیل د داغل کېدو رپوټ ورکړی او ویلي دي چې ممکن دا آزمایښت د شمالي کوریا د یو بالسټیک میزائیل وي.

دا رپوټونه په داسې وخت کې ورکول کیږي چې د کوریا په جزیره نما کې کشیدګۍ زیاتې شوي او جنوبي کوریا د امریکا سره یوځای، د امریکایي اسټراټیجیکو اثاثو ځای پرځای کولو سره، د شمالي کوریا د وسلو د پروګرام مقابلې دپاره د پوځي آمادګیو ګامونه اخلي.

شمالي کوریا د دې ګامونو په وړاندې قهرجن غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د دغسې پوځي اثاثو ځای پرځای کول، هغو دپاره د جوهري وسلو د استعمال معیار پوره کولی شي.

شمالي کوریا تېره هفته څو ګنټې پس د هغه د بالسټیک میزائیلو آزمایښتونه وکړل چې د جوهري وسلو په پالسټیک میزائیلو سمبال یو امریکایي آبدوز جنوبي کوریا ته ورسېدلو. د ۱۹۸۰مو کلونو راهسي، دا وړومبی ځل دی چې د امریکې دغسې یو آبدوز د جنوبي کوریا یو بندر ته رسیږي.

د ګل/دوشنبې په ورځ په جوهري طاقت سمبال یو بل امریکایي آبدوز هم جنوبي کوریا ته ورسېدلو.

د هفتې په آخرو دوو ورځو کې شمالي کوریا ګڼ شمېر کروز میزائیلې د خپل غربي ساحل خوا ته اوبو کې وتوغول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG