د پاکستان الیکشن کمیشن پولیسو ته امر کړی دی چې د یاد کمیشن د سپکاوي په قضیه کې پخوانی وزیراعظم عمران خان ګرفتار اؤ نن د نهې په ورځ یې الیکشن کمیشن ته وړاندې کړي.
عمران خان وایي الیکشن کمیشن د هغه د ګرفتارۍ د وارنټ ویستلو هیڅ واک نه لري خو وایي حکومت غواړي چې انتخاباتو کې یې له خپلې مخې اخوا کړي نو ځکه یې پرضد د دروغو بې شمیره مقدمې درج کړل شوې دي .
د ګل یا دوشنبې په ورځ الیکشن کمیشن عمران خان ځانته رابللی ؤ خو هغه د الیکشن کمیشن د سپکاوي قضیه کې یاد کمیشن ته نه دی وړاندې شوی چې له دې امله الیکشن کمیشن د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ ویستلی اؤ د اسلام اباد پولیسو ته یې د هغه د نیولو امر کړی دی.
پاکستاني رسنۍ وایي د الیکشن کمیشن د حکم ترلاسه کیدو نه وروسته د اسلام اباد پولیسو قانوني څانګې د آی جي ډاکټر اکبر ناصر خان ته د الیکشن کمیشن د وارنټ د قانوني بڼې په اړه احوال تیر کړی اؤ له دې وروسته چې د کورنیو چارو وزارت د عمران خان د نیولو اجازه ورکړي نو پولیس به د هغه ګرفتارۍ پسې لاهور ته ورشي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د الیکشن کمیشن لخوا د عمران خان د ګرفتارۍ د وارنټ جاري کیدو نه وروسته، بیګاه تر ناوخته په اسلام اباد بني ګاله کې کې د عمران خان په کور کې د تحریک انصاف ګوند د قانوني ټیم یوه اوږده غونډه شوې ده اؤ په دغه غونډه کې پرېکړه شوې ده چې عمران خان به نن د نهې په ورځ الیکشن کمیشن ته وړاندې کیږي.
د الیکشن کمیشن لخوا د عمران خان د نیولو په امر خپل غبرګون کې د تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیر اعظم عمران خان ویلي الیکشن کمیشن د هغه د ګرفتارۍ د وارنټ ویستلو هیڅ واک نه لري.
د ګل په ماسخوتن خپله یوه ویډیو وینا کې عمران خان ویلي حکومت د هغه نیولو ته بهانې جوړوي اؤ لږ تر لږه 180د دروغو مقدمې یې پرې جوړې کړې دي.
نوموړي وویل حکومت غواړي دی ګرفتار کړی اؤ په انتخاباتو کې یې له خپلې مخې اخوا کړي خو هغه وویل چې ګرفتارۍ ورکولو ته تیار دی اؤ د جیل نه نه ویریږي .
عمران خان زیاته کړه ولس یې تر شا ولاړ دی اؤ د انصاف لپاره راپورته شوی دی چې په دې لړ کې به نه خو د جیلونو نه وویریږي اؤ نه به ملک پریږدي.
عمران خان دا هم ویلي دي چې هغه به د خپل حکومت د ړنګیدو د جوړ شوي سازش دپلټنو په لړ کې د ایف آی ای د پلټنو ډلې ته هم وړاندې کیږي.