وي او اې (افغان سروس) - د امریکا د کانګرس یو جګپوړي غړي د ګل/دوشنبې په ورځ د ملک خارجه وزیر انټني بلېنکن ته یو خط ولېږلو او په هغه کې یې ویلي چې نه غواړي امریکایي چارواکي د طالبانو د واک اختیار لاندې افغانستان ته سفر وکړي.
د امریکا د اېوان نمایندګان د خارجې اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال پخپل خط کې لیکلي دي چې د افغانستان څخه د امریکا د "تباه کنه وتلو" وروستو، هېڅ امریکایي چارواکي افغانستان ته سفر نه دی کړی مګر بل اړخ ته امریکایي چارواکي هره هفته د طالبانو د مشرانو سره د قطر په پایتخت دوحه کې ملاقاتونه کوي او له افغانستانه د امریکا د افغان اتحادیانو د انخلا په باب خبرې کوي.
مک کال په دې خط کې، د دې ترڅنګ چې په قطر کې د امریکاییانو او طالبانو ملاقاتونه یاد کړي دي، وایي: "دغه هفته واره ملاقاتونه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د تعامل د ضرورت نه اضافه کار دی."
د امریکا د کانګرس یاد غړي همدا راز افغانستان ته د برطانیې د یو پارلېمنټ ممبر د سفر په اړه ویلي چې افغانستان ته د بهرنیو چارواکو سفرونه پیل شوي او دغه ګامونه، د طالبانو د حکومت معمولي ګرځولو کې مرسته کوي.
د برطانیې په پارلېمنټ کې د دفاعي چارو د کمیټې مشر ټوبیاس اېلووډ چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د برطانیې او طالبانو ترمنځ یې د تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې دې د برطانیې سفارت هم بېرته پرانېستلی شي.
خو په برطانیه کې دننه او بهر د سختو تنقیدونو وروستو، د برطانیې د پارلېمان دغه غړي وویل چې د افغانستان د حالاتو په اړه یې قضاوت ناسم و.
مک کال د امریکې خارجه وزیر ته پخپل خط کې لیکلي، اېلووډ په دې خاطر مجبوره شو چې معافي وغواړي چې په افغانستان کې یې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزیو روزمره اعمال، کم اهمیته ښودلي و.
مک کال دا هم ویلي چې تر اوسه هېڅ ملک د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی ځکه دا ډله نه صرف دا چې په فعاله توګه د القاعده ملاتړ کوي، بلکې هره ورځ "په بې رحمانه توګه ښځې او اقلیتونه چقوي."
د امریکا د اېوان نمایندګان د خارجه کمیټې مشر پخپل لیک کې دا هم ویلي چې: "د طالبانو سره د ملاقات دپاره افغانستان ته سفر کول، په افغانستان کې د هغو اوسنۍ انتظامیې ته قانونیت ورکوي... افغانستان ته سفر کول، د امریکا د ګټو دپاره هېڅ قسمه پرمختګ نلري او صرف د طالبانو چړچې زیاتوي."
مک کال اضافه کړې چې د طالبانو سره د امریکا د تعامل باوجود هم، طالبان پس د هغه چې بیا ځلي په افغانستان واکمن شوي دي، رویه یې بدتره شوې ده.
د هغه وینا ده چې: "نن طالبان د امریکاییانو اغوا کولو ته دوام ورکوي، د بشري مرستو لړۍ ته خلل پېښوي، د القاعده چارواکي د حکومت په عهدو ټاکي، او په ښځو او جېنکو باندې سختدریځه قوانین عملي کوي."
د کانګرس دغه جګپوړي غړي دا هم ویلي چې امریکا ته په کار ده چې د نړېوالې برادرۍ مشري وکړي چې طالبان اصلاحاتو ته مجبوره کړي، نه دا چې حکومت یې عادي وګرځول شي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان باندې د واکمنه کېدو نه پس، سکولونو کې د جېنکو تعلیم د شپږم جماعت نه پورته منعه کړو، او بیا د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې په پوهنتونونو او کالجونو کې د جېنکو په تعلیم بندیز ولګولو.
په کورني او بهرني غیردولتي تنظیمونو او آن د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو په کار کولو هم د طالبانو له اړخه بندیز لګېدلی دی.
نړېوالې ټولنې څو څو ځله د طالبانو نه غوښتي چې په ښځو باندې لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه دې لېرې کړي، مګر د طالبانو حکومت تر اوسه دې غوښتنې ته مثبت ځواب ندی ویلی.
طالبان دعوه کوي چې هغوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته درناوی لري. هغو همدا راز د جېنکو په تعلیم باندې پابندي، موقتي حکم ګڼلی او ویلي یې دي چې کوښښونه روان دي چې د جینکو د تعلیم دپاره زمینه برابره کړی شي.