لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو سره د امریکې د خارجه وزیر ټیلي فوني تماس: د غوره اړیکو د دوام ډاډ یې ورکړی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ویلي، د پاکستان اقتصادي بریالیتوب د امریکې وړومبۍ ترجیح ده.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې، خارجه وزیر انتوني بلنکن د ګل په ورځ د خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره ټیلي فوني تماس نیولی اؤ ورسره یې د دواړو ملکونو د ګټورې ملګرتیا په ګډون په نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د امریکې د خارجه دفتر د ویاند له مخې، ښاغلي بلنکن په دې ټیلي فوني تماس کې په دې خبره ټینکار وکړو چې جمهوري اصول او د قانون حاکميت ته احترام د امريکا او پاکستان په اړيکو کې مرکزي حيثيت لري او دا ارزښتونه به د دواړو ملکونو د ملګرتیا د پرمختګ لار هواره کړي.

انتوني بلنکن یادونه وکړه چې امریکا به د تخنیکي او پرمختیایي نوښتونو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د پیاوړې سوداګرۍ او پانګونې داړیکو له لارې پاکستان سره خپلې ګټورې ملګرتیا ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متهیو ملر پخپل بیان کې ویلي، خارجه وزیر انتوني بلنکن د پاکستان د اقتصادي ملاتړ لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) د( پور) د یو پروګرام د منظورۍ هرکلی هم وکړو او دپاکستان د اقتصادي بیا رغونې اؤ د سوکالۍ د ودې لپاره یې د دوامداره اصلاحاتو ډاډګیرنه وکړه.

د امریکې خارجه وزیر يادونه وکړه چې پاکستاني ولس د ترهګریزو بریدونو له امله ډېر زيانمن شوی دی اؤ د ترهګرۍ پرضد جګړه کې یې پاکستان سره د خپلې ملګرتیا د دوام ژمنه تکرار کړه.

په بیان کې ویل شوي د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د خپل پاکستاني سیال سره د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې د بدو اغیزو او په یوه سوله ییز او باثباته افغانستان کې د امریکا او پاکستان د ګډو ګټو په اړه هم خبرې وکړې.

خو په بیان کې ددغو خبرو نور جزییات نه دي روښانه کړل شوي.

خارجه وزیر انتوني بلنکن پخپل یو ټویټ کې هم ویلي چې امریکا پاکستان سره د نتیجه ورکوونکې جمهوري اؤ خوشحاله شراکت دارۍ ملاتړ کوي.

هغه ویلي د پاکستان داقتصادي بحالۍ لپاره دامریکې دملاتړ اؤ دافغانستان په ګډون دسیمې په اړوند دګډو اندېښنو په اړوند یې دبلاول بوټو زرداري سره ګټورې خبرې اترې کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG