لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت عالمي اداره: افغانستان او پاکستان د پولیو ختمولو ته نږدې شوي دي


Polio teams administer the vaccine. Polio is an incurable and highly infectious viral disease that can infect a person’s spinal cord, causing muscles to stop working. (Walid Abbas / Polio Eradication Initiative, Pakistan)
Polio teams administer the vaccine. Polio is an incurable and highly infectious viral disease that can infect a person’s spinal cord, causing muscles to stop working. (Walid Abbas / Polio Eradication Initiative, Pakistan)

واشنګټن - افغانستان او پاکستان سږ کال پخپلو علاقو کې د پولیو یو ډېر کم شمېر کېسونه رپوټ کړي او دې توقعاتو زور اخېستی چې یاد ګاونډي ملکونو کې ممکن په آینده څو میاشتو کې د پولیو فلج کوونکي وایرس خورېدل ختم شي.

د پاکستان چارواکو ویلي چې د 2023 کال په وړومبیو اوو میاشتو کې، صرف یو درې کلن ماشوم ته پولیو لګېدلی. تېر 2022 کال کې په اولو اوو میاشتو کې د پولیو شل کېسونه رپوټ کړی شوي و.

بل طرف ته په افغانستان کې چارواکو ویلي چې په سږ کال د پولیو پېنځه (5) پېښې رپوټ شوي. تېر کال افغانستان کې د پولیو د واقعاتو شمېر دوه (2) رپوټ شوی و.

د صحت په عالمي اداره کې د بحیره روم د شرقي سیمې د پولیو ختمولو څانګې مشر ډاکټر حمید جعفري وایي: "پاکستان او افغانستان هېڅ کله په یو وخت کې د پولیو د MPV1 ډول د ختمولو هدف ته دومره ډېر نه و نږدې شوي."

جعفري همدا راز وي او اې ته په لیکلي جواب کې ویلي دي: "او که غواړو چې د نړۍ نه بالاخره وایلډ پولیو وایرس ختم کړو، نو دواړه ملکونو ته په کار ده چې د سیاسي، انتظامي او امنیتي ادارو په پوره ملاتړ سره، دغه هدف ته په مشترکه توګه سره ورسیږي."

د افغانستان په څلوردېرشو (34) ولایتونو کې، صرف د پاکستان سره جوخت د ننګرهار او کونړ په دوو ولایتونو کې د پولیو خورېدل پاته دي. د سرکاري ډېټا ترمخه، ټول هغه پېنځه د پولیو کېسونه چې سږکال په افغانستان کې رپوټ شوي، په ننګرهار ولایت کې و.

د صحت عالمي ادارې چارواکي، جعفري وي او اې ته دا هم لیکلي چې په 2021 او 2022 کلونو کې چې په سیمه کې د پولیو کمپینونو ته کوم خلل مخې ته شو، له امله یې ماشومان د پولیو او نورو هغو مرضونو د خطرې سره مخ پاته شول کوم چې په وېکسینونو سره د مخنیوي وړ دي.

وړاندې تر دې چې د 2021 کال په اګسټ میاشت کې طالبان بېرته افغانستان باندې قبضه ولګوي، اسلامي تندلارو وخت ناوخت د صحت برخې په رضاکارانو باندې چې د پولیو وېکسینونه به یې کول، حملې کولې. د 2021 کال په اکټوبر میاشت کې، طالبانو په افغانستان کې د ډبلیو اېچ او له اړخه د وېکسین د یو کمپېن ملاتړ وکړ او دې سره د پولیو سره د مبارزې پروګرام وکړای شول چې د هغه کال په وروستیو کې په ټول ملک کې د قطرو کمپېن له سره پیل کړي.

د جعفري وینا ده چې د هغه مهال نه پس، د افغانستان په میلینونو ماشومانو چې لږ ترلږه په څلورو کلونو کې یې د پولیو قطرې نه وې اخېستې، دا وېکسین ور ورسېدلو.

هغه زیاتوي: "د کال 2022 د وروستیو راهېسي، د افغانستان په ختیځه سیمه کې د وېکسینونو د کمپینونو معیار د پام وړ بهتره شوی دی او که په دې معیار کمپینونه دوام وکړي، په خطه کې به د انسانانو ترمنځ د پولیو وایرس خورېدو ته خلل جوړ شي."

د صحت د عالمي ادارې د دې چارواکي وینا ده چې په کار ده په ټول 2023 کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد دواړو غاړو ته د پولیو د ختمولو چارې هماهنګ وساتلی شي.

د کال 2021 د جنوري میاشتې راهېسي په پاکستان کې د پولیو ټولې هغه د پولیو واقعې چې کومې رپوټ شوي، هغه د خیبرپښتونخوا په اوه (7) پولیو ځپلو ضلعو کې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG