واشنګټن – په خلیج فارس کې ورو ورو د امریکا د جنګي الوتکو او کښتیو شتون په زیاتېدو دی.
که څه هم په سیمه کې د امریکا جګړې ښاي پای ته رسېدلې وې خو له دې څرګندېږي چې د ایران د اټومي پروګرام د دوام پر مسله له دغه هېواد سره ښايي حالات په خرابېدو وي چې کوم حل یې لا نه ښکاري.
امریکا غږ په یو راپور کې لیکلي، خلیج ته د امریکا د جنګي بېړۍ رسېدل چې F-35 جنګي جټ او نورې الوتکې او سرتېري پکې بار دي په داسې حال کې رسېدلي چې امریکا غواړي په چین او روس باندې ډېر تمرکز وکړي.
بل پلو که څه هم واشنګټن په اسانه منځني ختیځ ته په پوځي توګه ورتللی شي خو داسې ښکارې چې بشپړ وتل ترې اسانه نه دي.
په ځانګړې توګه په اوسني وخت کې چې د ایران د یورانیمو د غني کولو کچه د هر وخت په پرتله د وسلو جوړولو کچې ته ډېره نېږدې شوې ده.
او دا هر څه وروسته له هاغې وشول چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون مات شو.
داسې نه ښکاري چې د ډپلوماسۍ له لیارې به ژر دغه تړون بېرته پر ځای شي او ایران په دې وروستیو کې د هورمز په تنګي کې د تېرېدونکو کښتیو ځورول او نیول بیا پیل کړي.
د نړۍ شاخوا ۲۰ فیصده تېل د همدغه تنګي له لیارې چې د فارس خلیج له نړۍ سره نښلوي تېرېږي.
د امریکا غږ په راپور کې چې له اسوسېټېډ پریس څخه اخېستل شوی وړاندې راغلي، چې د امریکا لپاره د هرموز تنګي خلاص ساتل یو لومړیتوب دی چې په نړۍ کې د انرژۍ د بیې د زیاتېدو مخه ونیسي په ځانګړي ډول چې په اوکراین باندې د روس د یرغل له امله د تېلو په مارکېټونو باندې فشارونه پریوتي.
د خلیج عربي هېوادونه اړتیا لري چې مارکیټ ته د خپلو تېلو د لېږلو لپاره دغه لاره پرانیستي و او په ټوله سیمه کې د ایران د موخو په اړه اندېښنه لري.
د دغو اندېښنو له امله په فارس خلیج کې د امریکا دایمي حضور ته لاره هواره شوې.
د ۲۰۰۲ د سپتمبر له بریدونو راوروسته په دوو لسیزو کې دوه ډوله امریکايي بیړیو په خلیج کې ګزمه کوله یوه چې د عراق او افغانستان جګړو ته به یې جنګي جېټ الوتکې برابرولې او وروسته بیا د داعش په وړاندې جګړه کې.
خو پېنګان ورو ورو هلته خپل سمندري حضور کم کړ او د څو میاشتو لپاره هلته یوه تشه رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې د ایران په اړه د خلیج هېوادونو او مبصرینو لخوا اندېښنې څرګندې شوې.
د امریکا USS Nimitz سمندري بېړۍ د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې په خلیج کې د وروستۍ امریکايي بیړۍ په توګه له هورمز څخه وتلې وه.
خو د واشنګټن اندېښنې له هغې راوروسته بدلې شوې دي. په اوکراین باندې د روس له یرغل سره د امریکا د توجه یوه برخه بېرته اروپا ته اوښتې. چین هم د جنوبی چین د سمندر د زیاتې برخې کنټرولولو ته دوام ورکړی او د امریکا سمندري ځواکونو د ګزمو په زیاتولو سره هغوی ته غبرګون ښودلی.
په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې خپل شتون بېرته په زیاتېدو کړی.
د هورموز د تنګي ګزمې یې لوړ پوړو امریکايي، برتانوي او فرانسوي سمندري قومندانانو ته سپارلي.
د مارچ په وروستیو کې A-10 Thunderbolt II الوتکې عربي متحده اماراتو ته رسېدلي. پنټګان همدارنګه سیمې ته F-16 جنګي الوتکې او USS Thomas Hudner, سمندري بیړۍ لېږلي.
Stealth F-35A Lightning II جنګي الوتکې ورته تېره اونۍ رسېدلي. اوس امریکا په په تېرو دوو کالو کې د لومړي ځل لپاره هلته سیمه کې یو زبردست سمندري ځواک لري.
د امریکا غږ په راپور کې راغلي، که څه هم د امریکا پوځ په ځانګړي ډول نه دي ویلي چې دوی به هلته د خپلو ځواکونو له زیاتېدو سره څه کوي خو دې اقداماتو د ایران پام ځان ته اړولی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان په کوېټ او عربي متحده اماراتو کې خپلو سیالانو ته په ټیلیفون ویلي، "مونږ کولای شو چې د بهرنیانو له شتون پرته سوله، ثبات او پرمختګ ولرو."
د ایران د پوځ مشر جنرال عبدالرحیم موسوي ویلي، د امریکا د پوځ ګمارنه به هلته په سیمه کې یواځې "ناامني او ویجاړی" راوړي.
Forum