لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د باجوړ ځانمرګی برید غندلی، وایي داسې بریدونه د سوله ییزو اؤ جمهوري ټولنو سپکاوی دی


دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند میتهیو ملر باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په غونډه کې دشوي ځانمرګي برید غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي، داسې بریدونه د ټولو سوله ییزو اؤ جمهوري ټولنو سپکاوی دی.

مطبوعاتو ته د احوال ورکولو په مهال د خارجه وزارت ویاند میتهیو ملر دترهګرو ډلو له لوري د پېښو ګواښونو دمقابلې لپاره پاکستان سره په ګډه دکار کولو ژمنه تکرار کړې ده.

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي میتهیو ملر ویلي امریکې افغانستان کې په واکمنو طالبانو هم واضحه کړې ده چې دافغانستان خاوره باید دترهګرۍ دمقصدونو لپاره کارول کېدو ته پرې نه ږدي.

هغه ویلي امریکې به د دوه اړخیره تجارت اؤ سرمایه کارۍ دپراختیا لپاره پاکستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې پاکستان کې د امریکې سفارت هم باجوړ کې دشوي ځانمرګي برید غندنه کړې وه .

سفارتخانې په ایکس(ټویټر) خپور شوي خپل بیان کې ویلي وؤ، "امريکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د هڅو د ملاتړ او وګړو د خونديتوب او امنیت ژمنه تکراروي".

د اقوام متحده سیکرټري جنرل انټونیو ګوټېریش هم باجوړ کې د جمیعت علما اسلام په جلسه شوې ځان مرګی برید غندلی .

اوړمه ورځ خپل یو بیان کې دملګرو ملتونو عمومي سکتر ویلي وؤ، نړۍ په دې وخت پاکستاني ولس سره ولاړه ده.

د اتوار په ورځ قبایلي ضلعه باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دچارواکو په وینا لږ تر لږه 54 پنځوس کسان وژل شوي اؤ تر 150ؤ زیات شوي وؤ.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا اؤ افغانستان سره پیوست قبایلي ضلعو کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په نزدې وختونو کې دعامو وګړو ترڅنګ ګڼ شمیر پاکستاني امنیتي عسکر هم وژل شوي دي.

دپاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ترهګري په سېوا کیدو ده او د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي دي چې دې کې زیاتره بریدونه په پښتونخوا کې شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG