لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د پشکال بارانونو کې 14 کسان مړه شوي دي


دقدرتي افتونو په مهال دمرستو صوبایي دولتي اداره (پي ډي‌ ایم ای) وایي بلوچستان کې د پشکال دبارانونو له امله په لورالایي کې دوه نور ماشومانو په سیلابي اوبو کې لاهو شوي اؤ مړه شوي چې دې سره دغه صوبه کې دپشکال بارانونو کې دمړو شوؤ کسانو شمیره 14 ته رسېدلې ده.

د ټي ډي ایم ای په رپورټ کې ویلي شوي چې صوبه کې دپشکال دبارانونو په اوسنۍ لړۍ کې درې کسان په لورالایي،دوه په نصیراباد،دوه په ږوب کې دبیلابیلو حادثو له امله مړه شوي دي.

همدا شان په اواران،قلعه سیف الله،حضدار،ډیره بګټي،پښین،کیچ اؤ جهل مکسي کې هم د یو، یو تن د وژل کیدو رپورټ شوې دي.

د پي ډي‌ ایم ای د رپورټ له مخې د 14 کسانو د مړینې ترڅنګ دې بارانونو کې 14 کسان ژوبل شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دموسمیاتو محکمې د دویم اګست نه دهیواد په برنیو سیمو کې دباران د یوې نوې لړۍ امکان ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دا بارانونه به د 7م اګست پورې په دمې، دمې سره دوام ولري.

دموسمیاتو محکمې پخپل رپورټ کې ویلي په امکاني ډول دا بارانونه دخېبر پښتونخوا په شانګله،بونیر،مانسهره،کوهستان،ایبټ اباد،هري پور،پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار،لکي مروت، کوهاټ،ډیره اسماعیل خان،بنو، کرک اؤ وزیرستان کې وریدلی شي.

دموسمیاتو محکمې دخیبر پښتونخوا ،ګلګت بلتستان اؤ اسلام اباد په ځېنو سیمو کې د بارانونو له امله د خوړونو اؤ سیندونو د راختلو اؤ د غرونو دګټانو راښویدو اندوینه هم کړې ده .

تېره اوونۍ دقدرتي افتونو په مهال دمرستو قامي ادارې اېن ډي اېم ویلي وؤ د 25م جون راهسې په ملک کې د بارانونو، سېلابونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې د مړينو ټوله شمېره 168 ته رسېدلې ده،

داین ډي ایم ای د شمیرو له مخې په مړه شوو کې 69 ماشومان او 68 ښځې شامل دي.

د پشکال په روانو بارانونو کې دخېبر پښتونخوا صوبې ترڅنګ ،بلوچستان اؤ پنجاب کې هم د ګڼ شمیر کسانو د مرګ ژوبلې رپورټونه مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ دې بارانونو په څلورو واړو صوبو کې په پراخه پیمانه ولاړو فصلونو ته هم زیان اړولی دی.

پروسکال هم پاکستان کې دپشکال دبارانونو له امله راغلو سېلابونو په پراخه کچه تباهي خوره کړې وه اؤ د1500نه د زیاتو کسانو دمړینې ترڅنګ حکومت ویلي وؤ چې دغو سېلابونو ملک ته 33اربو ډالرو نه زیات زیانونه اړولي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG