لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کېنېډا وزیراعظم او مېرمن یې لارې جدا کړي


د کېنېډا وزيراعظم جسټن ټروډو او مېرمن یې سوفيګريګوېير ټروډو د واده 18 کاله وروسته د چهارشنبې په ورځ د لارو جدا کولو اعلان کړی دی.

دواړو په ټولنيزو رسنیو بيانونه شريک کړي او ويلي یې دي دواړو د معني خېزو او مشکلو خبرو وروسته د جدايۍ پرېکړه کړې ده.

د کېنېډا د وزیراعظم دفتر ويلي، دواړو د جدای قانوني اسناد لاسلیک کړي دي.

د کېنېډا وزیراعظم 51 کلن ټروډو په 2015 کې تر ټولو مشهور سياستوال ګرځېدلې او د وزيراعظمۍ څوکۍ یې سمبال کړې وه.

سوفي ټروډو پخوانۍ ماډله او د ټي وي کوربنه ده، دواړو په 2005 کې واده کړی درې بچي یې دي دوه زامن او يوه لور.

دواړو په انسټاګرام ویلي، "مونږ تل يو بل ته په مينه او عزت سره نزدې پاتې شوي وو د هر هغه څه دپاره چې مونږ کړي او کوو به یې".

د ټروډو او مېرمن یې د يو بل څخه جدايۍ په حواله یو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، "هيله ده بچي یې يو ځای په اوټاوا کې په رايډو کاټېج کې یو ځای پاتې شي چرته چې دوی د 2015 نه مېشت دي".

هغه ویلي سوفي په اوټاوا کې ځانله کور ته منتقل شوې او هغه به په رايډو کاټېج کې هم وخت تېروي کله چې جسټن ټروډو په سفر وي.

د وزیراعظم دفتر ويلي، "دوی مينه کوونکې کورنۍ ده، د سوفي او جسټن توجه به د ماشومانو په روزنه وي. ويل شوي دغه کورنۍ به راتلونکې اوونۍ څخه يو ځای په رخصتۍ وي".

ټروډو د کېنېډا دويم وزيراعظم دی چې د مېرمن څخه جدا شوی دی.

له دې وړاندې د هغه پلار وزيراعظم پيير ټروډو هم د هغه د مور مارګرېټ ټروډو څخه په 1979 کې جدا شوی او په 1984 کې د وزيراعظمۍ په دفتر کې د ټروډو طلاق شوی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG