د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر دعوه کړې، پاکستان سره د ناامنۍ په ډېرو پېښو کې د افغانانو د ککړتيا "داسې ځانګړي شواهد دي چې دوی په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره شريک کړي دي"، کهر د پاکستان د اج ټي وي سره په مرکه کې دغه خبره کړې ده.
د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري دوه ورځې وړاندې ویلي وو که د افغانستان د خاورې نه د پاکستان پرضد د کېدونکې ترهګرۍ مخه ونه نیول شوه نو پاکستان بیا اپشن په لاس کې لري چې ترهګرو پسې افغانستان ته هم ورشي.
حنا رباني کهر ويلي، بلاول ويلي وو چې "پاکستان د خپلې دفاع حق لري".
د بلاول بوټو زرداري بيان ته په غبرګون کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون ویلي، "د پاکستاني چارواکو لخوا د ملکي امنيت په حواله په افغانستان بې بنیاده تورونه لګول کيږي دوی یې ردوي".
هغه ویلي، "طالبان د افغانستان د خاورې د بل کوم ملک پرضد کارېدو اجازه نه ورکوي، او که په دغه حواله کومه اندېښنه وي د طالبانوسره دې مخامخ شريکه کړی شي په ځای د دې چې په مطبوعاتو بې فايدې دعوې وشي ځکه داسې دعوې د دواړو هيوادونو او ولس په ګټه نه دي".
حنا رباني کهر ویلي، "د ذبيح الله مجاهد دغه عام بيان دی چې ورکړی یې دی".
د بلاول د بيان نه وړاندې د پاکستان خارجه دفتر ويلي وو تېره میاشت د بلوچستان د ږوب په پوځي چاوڼۍ شوي ترهګریز برید کې د ککړو ترهګرو پېژندګلو د افغانستان د وګړو په توګه شوې ده.
د پاکستان خارجه دفتر د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي وو د ږوپ په پوځي چاوڼۍ شوي برید کې د درېو افغان وګړو د ککړتیا تاييد شوې او د دغو ترهګرو تعلق د افغانستان قندهار ولایت سره وو.
د بیان ترمخه "خارجه دفتر د افغانستان سفارتخانې ته د ترهګرو د مړو ترلاسه کولو وینا کړې ده".
خو ذبيح الله مجاهد په دغه حواله څه نه دي ویلي.
په 12مه جولایۍ د ږوب په پوځي چاوڼۍ شوي ترهګریز برید کې 9 پوځیان او په ځوابي کارروایۍ کې 5 ترهګر وژل شوي وو.
له دې برید وروسته د پاکستان پوځ ويلي وو، د پاکستان مسلح ځواکونه افغانستان کې ټي پي ټيته بریدونو لپاره په ترلاسه فرصتونو اندېښمن دي.
د پاکستان د سرکاري خبري شبکې ای پي پي د رپورټ له مخې په باجوړ کې د ځانمرګي برید نه وروسته په پېښور کې وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر ته هم په یو بریفنګ کې ویل شوي چې د پاکستان دننه کیدونکو ترهګریزو بریدونو کې افغانان لاس لري.
پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني سېوا شوې او څو ځله یې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د موجودګۍ او د هغې لوري پاکستان کې د ترهګرۍ کېدو تورونه لګولي دي.
افغانستان کې اوسنيو واکمنه طالبانو او له دې وړاندې افغان حکومتونو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
د طالبانو نه وړاندې افغان حکومتونو او امریکې تل په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان به تل دغه تورونه ردول.
Forum