پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسله والو په ډزو درې عام وګړي اؤ شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) اړوند یو پولیس عسکر وژل شوي دي.
په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي د پاکستان تر ټولو ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د رینجرز ځواک یو عسکر اؤ د بلوچستان په موسی خیل ضلعه کې هم د لیویز دوه عسکر د وسله والو په ډزو وژل شوي دي.
د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د ګل یا دوشنبې په ماښام د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ټانک کې وسله والو د یوې مستري خانې دننه ناتاره ډزې کړي چې په کې درې کسان وژل شوي دي .
پولیس سرچینې وایي دا پېښه په ریلوی اسټیشن روډ رامنځته شوې ده اؤ په ډزو کې وژل شوي دریواړه کسان عام وګړي دي چې په مستري خانه کې یې کار کولو .
د پولیس سرچینو د وینا له مخې تر ډزو وروسته وژونکي کسان له سیمې تښتیدلي اؤ پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي دي.
د پولیس سرچینو وینا ده چې په ابتدایي پلټنو کې ورته معلومه شوې ده چې وژل شوؤ کسانو د هیچا سره کومه شخصي دښمني نه لرله خو دا چا دوي بیا د چا لخوا اؤ ولې وژل شوي دي ؟ زر به په پلټنو کې دا ټول حقیقت معلوم شي.
ټانک د خېبر پښتونخوا هغه ناقراره ضلعه ده چې په نزدې وختونو کې په کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه شوي اؤ په دې بریدونو کې یو شمیر امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
دغلته په امنیتي ځواکونو نزدې وختونو کې د شوؤ زیاتره بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستي دي خو د ګل د ورځې ددې تازه پېښې ذمه واري لا هیچا نه ده قبوله کړې.
په عین حال کې په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې هم پرون د ګل یا دوشنبې په ورځ د وسله والو په ډزو کې د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي یو عسکر وژل شوی دی.
د پولیس سرچینو په وینا دغه پېښه د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې رامنځته شوې ده.
پولیس وایي دغلته وسله والو د سي ټي ډي په یو عسکر ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې وړومبی یاد عسکر ژوبل شو خو کله چې هغه دمیران شاه روغتون ته دعلاج لپاره ورسولی شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.
دپاکستان رسنۍ وایي دبلوچستان په موساخیل ضلعه کې هم د ګل په ورځ د وسله والو ډزو کې دوه دلیویز عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دموساخیل ضلعې ډپټي کمشنر بیلابیلو رسنیو ته ویلي دا پېښه د په رازه شم سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د لیویز ځواک عسکرو په سیمه کې د مخرورانو دنیولو لپاره عملیات کول .
هغه وویل کله چې دلیویز عکسر دمخرورانو به نیولو پسې سیمې ته ورغلل نو دغلته پرې هغوي ناتاره ډزې کړي چې پکې د خنان اؤ خلیق الزمان په نومونو دوه عسکر وژل شوي دي.
ډپټي کمشنر دې پېښه کې د دوؤ نورو عسکرو د ژوبل کیدو پخلی هم کړی دی.
دسیند صوبې د رینجرز ځواکونو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د کراچۍ په لیاري سیمه بهار کالونۍ کې د وسله والو په ډزو کې د رینجرز ځواک یو عسکر وژل شوی دی.
د بیان له مخې د دلشاد په نوم د رینجرز ځواک لانس نایک دبهار کالونۍ دالفلاح چوکۍ مخې ته په یوه پوسته د شکمنو خلکو لټه کوله چې په دغه مهال پرې وسله والو ډزې کړې دي اؤ هغه یې وژلی دی.
په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په ترهګریزو بریدونو کې د عامو وګړو ترڅنګ په شلګونو امنیتي عسکرو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر تېره ورځ یوې دستورې ته د وینا په مهال دې پېښو ته خپل غبرګون کې ویلي، ترهګر په داسې ناکامو هڅو غواړي چې ریاست ځان سره مذاکراتو ته مجبوره کړي خو هغه ویلي وؤ چې ترهګرو ډلو سره به هیڅ رقم مذاکرات نه کیږي.
تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده.
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم منلې ده چې خېبر پښتونخوا کې یو وارې بیا ترهګري سر راپورته کوي خو هغه وایي چې امنیتي ځواکونه د ترهګرو مخې ته چمتو ولاړ دي اؤ دترهګرۍ نوغی به وباسي.
Forum