لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان صدر قامي اسمبلي ماته کړه


د پاکستان صدر عارف علوي د وزیراعظم په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړې ده چې دې سره سم په هیواد کې د شهباز شریف حکومت کابینه هم ختمه شوې ده خو وزیراعظم شهباز شریف به د نګران وزیراعظم تر ټاکل کیدو حکومتي چارې پرمخ بیایي.

په اییني توګه د حکومت موده په 12م اګست سرته رسیدونکې وه خو وزیراعظم شهباز شریف پرون د چهارشنبې په ورځ د اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه د هیواد صدر ته لیږلې وه.

د شپې ناوخته صدر عارف علوي د وزیراعظم په سپارښتنه د ایین د 58-1 مادې لاندې د وزیراعظم لخوا په ورلیږل شوې سمرۍ یا سپارښتنه لاسلیک وکړو اؤ قامي اسمبلي یې ماته کړه.

وزیراعظم شهباز شریف صدر ته په ورلیږل شوې سپارښتنه کې هغه نه د نګران یا لنډ مهاله حکومت د جوړښت غوښتنه هم کړې ده.

د اسملۍ ماتیدو نه وروسته اوس د پاکستان د ایین ترمخه الیکشن کمیشن پابند دی چې په 90 ورځو کې دننه به هیواد کې نوي انتخابات کوي.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي نن د زیارت په ورځ به د اپوزیشن لیډر راجا ریاض سره د نګران وزیراعظم په ټاکنه مشوره کوي.

که چرې وزیراعظم اؤ د اپوزیشن لیډر په دریوؤ ورځو کې د نګران وزیراعظم لپاره په یو نوم اتفاق ته ونه رسیږي نو د پاکستان د ایین له مخې به بیا دا معامله د قامي اسمبلۍ د اسپیکر له لوري جوړې کړل شوې کمیټۍ ته لیږل کیږي اؤ دغه کمیټي به په دریوؤ ورځو کې دننه د لنډ مهاله وزیراعظم ټاکنه کوي.

که چرې یاده کمیټي‌ هم د نګران وزیراعظم په نوم متفق نه شي نو بیا د ایین له مخې معامله الیکشن کمیشن ته لیږل کیږي اؤ الیکشن کمیشن په دوؤ ورځو کې د ورلیږل شوؤ نومونو نه یو تن د نګران وزیراعظم په توګه ټاکي.

په پاکستان کې د کال 2018م په انتخاباتو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت جوړ شوی ؤ خو د څه کم څلور کاله حکومت کولو نه وروسته پروسکال د اپوزیشن ګوندونو ایتلاف پي‌ ډي ایم د عمران خان پرضد قامي اسمبلۍ نه د بې باورۍ تحریک منظور کړو اؤ دغسې د عمران خان حکومت ختم شو.

د عمران خان تر حکومت ختمیدو وروسته شهباز شریف د هیواد نوی وزیراعظم ټاکل شوی ؤ اؤ هغه نزدې پینځلس میاشتې د وزیراعظم په منصب پاتې شو.

د چهارشنبې په ورځ داسمبلۍ عونډې ته خپلې دمخه ښې وینا کې ښاغلي شهباز شریف ویلي چې که هغه د حکومت واګې ترلاسه کړې نو په وړومبیو ورځو کې د چیلنجونو سره مخ ؤ .

هغه ویلي د تیر حکومت د ناکامیو بار دده د حکومت په اوږو پریوتی ؤ اؤ ددې ترڅنګ سیلاب هم هیواد ته ستر زیانونه اوړلي وؤ چې په دغسې حالاتو کې ملکي چارې پرمخ بوتلل یقیناً چې یو د ازمیښت ډک عمل ؤ.

هغه ویلي پخواني حکومت آی ایم ایف سره د تړون په ماتولو د هیواد اقتصاد په بنده لاره کې ودرولی ؤ اؤ په خارجه محاذ یې هم د پاکستان دوستو اؤ وروڼو هیوادونو سره اړېکې خرابې کړې وې.

پخواني وزیراعظم عمران خان اکثره پخپلو ویناګانو کې دا تورونه رد کړي چې ګنې د شهباز شریف حکومت ته یې کمزوری اقتصاد پرېښی ؤ یا یې د نړیوالو هیوادونو سره اړیکې خرابې کړې و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG