لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کربي: طالبان مو په رسمیت نه دي پېژندلي ځکه پیسې دوی ته نه خپلو بشردوستانه شریکانو ته یې ورکوو


واشنګټن ــــ د امریکې د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو مخکې ویلي، امریکا طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي ځکه نو د هغوی حکومت ته پیسې نه ورکوي بلکې د دې هېواد له خلکو سره مرستې ته پیسې ور لېږي.

جان کربي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د وي او اې اشنا له خبریال سید عزیز الرحمان سره په ځانګړې مرکه کې وویل، امریکا د افغانستان له خلکو سره د مالي مرستو پرله پسې کلکه څارنه کوي‌ چې په سم ځای کې ولګول شي:

"موږ خپلو شریکانو او خپلو د بشردوستۍ همکارانو ته فنډ ورکوو چې افغانستان ته ننوتلای شي او د دغو مرستو د سمبالولو وړتیا لري. موږ مسلسل له خپلو شریکانو سره په دې اړه خبرې کوو چې دا مرستې څنګه وېشل کېږي، چېرې ځي او چاته یې ګټه رسېږي".

جان کربي دا خبرې د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال تر هغو څرګندونو یوه ورځ وروسته وکړې چې ویلي یې وو د صدر بایډن انتظامیه باید افغانستان ته د لېږل کېدونکو مرستو ډېره څارنه وکړي.

د افغانستان د بیا رغونې د چارو څارونکې امریکایي ادارې سیګار څه موده مخکې د امریکې کانګرس ته په سپارلي رپوټ کې ویلي وو چې طالبان له افغانستان سره د امریکې او ملګرو ملتونو له مرستو ناوړه ګټه اخلي او په مرستو کې لاسوهنه کوي.

مایکل مککال د اګست پر نهمه د سیګار د دې رپوټ په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې دا کار د غندنې وړ بللی وو، چې وایي د امریکې د ټیکس ورکوونکو پیسې د طالبانو غوندې "ترهګرې ډلې" جیبونه ډکوي.

ښاغلي مککال ویلي وو چې طالبان افغانې ښځې او نجونې ځوروي، له القاعده او نورو ترهګرو‌ ډلو سره مالي مرستې کوي، پر مذهبي اقلیتونو ظلمونه کوي او هره ورځ د بشري‌ حقونو سرغړونې کوي. مایکل مککال وایي د سیګار وروستي رپوټ ته په پام سره پکار دی د بایډن انتظامیه په بیړنۍ توګه دا باوري کړي چې فنډ یې د طالبانو لاس ته نه ځي:

"له څو میاشتو مې د بایډن له ادارې سپیناوی غوښتی چې دوی به څنګه له جواب پرته د افغانستان له خلکو سره داسې مرسته وکړي چې د امریکا پیسې د طالبانو له لاسونو خوندي وساتل شي".

خو د ملي امنیت ویاند جان کربي وایي چې انتظامیه یې طالبانو ته هیڅ پیسې نه ورکوي، ځکه چې وایي د هغوی حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له افغانستانه د خپلو متحدینو او د هغوی د کورنیو د را ایستلو لپاره وخت په وخت ورسره اوس هم خبرې کوي.

تېره میاشت د سیګار مشر جان سوپکو د لندن په کینګز کالج کې ویلي وو چې د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د طالبانو د تش په نوم حکومت د کنټرول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل د دغو رپوټونو تر خپرېدو وروسته دا دعوې د حقیقت خلاف بللې وې او په کلکه یې رد کړې وې. طالبانو تر دې وړاندې هم په بهرنیو مرستو کې د خپل حکومت د لاسوهنه تورونه رد کړي‌ وو.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شوي نړیوالې ټولنې له دې هېواد سره خپلې مخامخ مرستې بندې کړې دي او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له لاس له خلکو سره مرستې کوي ځکه، دوی اندېښنه لري چې مخامخ مرستې به د وسلوالو ته په لاس ورشي.

په تېرو شاوخوا دوو کالونو کې چې کومو هېوادونو د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړې دي امریکا د دغو هېوادونو په سر کې ده او د کابل تر سقوط وروسته یې تر دې مهاله ورسره 2.3 اربه ډالر مرسته کړې ده.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اشنا اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG