لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ار اېس اېف: د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته 80فيصده ښځينه خبریالانې کار پرېښودو ته اړ شوي


د صحافت د ازادۍ دپاره کار کوونکې د بې پولې خبريالانو سازمان [رپورټرز ود اوټ بارډرز] ویلي، "په افغانستان کې د کال 2021م د اګست په 15مه د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په دغه هېواد کې 80فيصده ښځينه خبريالانې کار پرېښودو ته اړ شوي دي".

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو نزدې په دوه کاله پوره کېدو ار اېس اېف رپورټ خپور کړی دی.

په رپورټ کې ویل شوي، "د کال 2021م څخه په افغانستان کې په مجموعي توګه 12000 ښځينه او نارينه خبريالانو کې په درېو کې دوو خپله پېشه يا جرنلزم/ صحافت پرېښودی" دی.

ار اېس اېف زياته کړې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې رسنۍ له منځه تللي او بېلګه یې په سر کې په ننګرهار ولايت کې د [همېشه بهار] په نوم رېډيو، ټيلي ويژن د شريعه قانون لاندې تړل، ويل شوي دي.

رپورټر ود اوټ بارډرز په خپل رپورټ کې په افغانستان کې د افغان خبريالانو د سازمان [افغان انډېپنډنټ جرنلسټس اېسوسي اېشن] له قوله ويلي، "په کال 2021 کې په افغانستان کې رجسټرډ 547 د رسنيو ادارو کې د نيمې نه زياتې د مينځه تللي دي".

ويل شوي، "په 150 ټیلي ويژن چېنلو کې 70 چېنلې پاتې شوي او په 307 رېډېو سټېشنو کې يواځې 170 روانې دي"، دغه رنګ "خبري ايجنسۍ د 31 نه 18 ته راکمې" شوي دي.

په ياد رپورټ کې يوې ښځينه جرنلسټې يا خبریالې د نوم ښکاره کولو په شرط ویلي، "حالات ورځ تر بلې خرابيږي ماته د کار کولو حق نه راکول کيږي ځکه چې زه ښځه يم".

هغې ویلي، "د يوې ښځې خبريالې په حېث، زه د هر کار کولو نه مخکې دوه ځله سوچ کوم، ښځه خبریاله په پروګرامونو کې نه شي کښېناستی چې د سړي نه پوښتنه وکړي، ځکه ډېرو ښځينه خبريالانو کار پرېښودو او په کور کښېناستې ځکه دوی ګڼل چې په نيوز روم کې په ډېسک یې ځان بندي ګڼلو".

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې [ني] مشر ظريف کريمي ويلي، "په هېواد کې تر ټولو زياتې ځايي رسنۍ اغېزمنې شوي دي او که حالات داسې روان وي نورې ډېرې رسنۍ به په تړلو مجبوره شي، دا وخت افغان جرنلسټان د هويت/ شناخت د بحران سره مخ دي".

د ار اېس اېف د سویلي اسيا بېورو ويلي، "دا شمېرې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د رسنیو ويجاړولو څرګندونه کوي، اغېزې به یې په هر چا وي خو افغان جرنلسټان به په پام کې ساتي که په ملک کې دي او که بهر دي چې د ازادې ميډيا دپاره به مبارزه کوي او ار اېس اېف به د دوی سره اوږه په اوږه ولاړ وي چې په افغانستان کې نوي ازاد جرنلزم ته وده ورکړي".

رپوټونه وایي په رسنیو باندې د بندیزونو په ترڅ کې طالبانو په تېرو درو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پینځه خبریالان نیولي او بندیان کړي دي، خو طالبانو لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله اداره سي پي جې وایي په افغانستان کې چې د 2021م کال په اګست کې طالبانو واکمن شوي د تېر جمهوري نظام د شل کلنې دورې فعاله مېډیا په شدیده توګه اغېزمنه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز (اې ایف جې سي) وايي، د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار، پکتیا، غزني او کندوز ولایتونو کې پینځه ځایي خبریالان نیولي دي.

د افغان خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکو تنظیمونو د دغو افغان خبریالانو پر نیول کېدو ژوره خواشیني ښکاره کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتنه کړې چې هغوی دې بې له کوم شرطه ژر خوشي کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له ځایي چارواکو غوښتي، که د دغو خبریالانو په اړه هر ډول شکایت لري د رسنیو د قانون له مخې دې یې د شکایتونو د ارزونې او د رسنیو د سرغړونې د څېړلو د کمیشن له لارې حل کړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په یو رپوټ کې په رسنیو باندې د طالبانو د پراخو بندیزونو خبر ورکړی او ویلي یې وو د طالبانو حکومت معلوماتو ته د رسنیو لاسرسی هم محدود کړی، د خبریالانو او پر خپل حکومت د تنقید کوونکو نیول یې زیات کړي دي.

د بشري حقونو سازمان ویلي وو له همدې کبله خبریالان او رسنۍ د خپلسره نیولو له ډاره په اندېښنه کې دي او مهم معلومات نه خپروي.

خو د طالبانو حکومت د دې میاشتې په سر کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د بهیر په پیل کې ویلي وو، چې حکومت یې د بیان ازادۍ ته ژمن دی، خو وایي رسنۍ باید داسې موضوعات خپاره نه کړي چې نظام ته ترې زیان رسیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG