لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان صدر د ازادۍ د ورځې په مناسبت د قیدیانو بند کې د شپږو میاشتو کمي اعلان کړی دی


د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د هیواد د ازادۍ د ورځې په موقعه د قیدیانو په بند کې د 180 ورځو د کمي منظوري ورکړې ده.

د خالي- شنبې په ورځ د صدارتي ماڼۍ نه د خپور شوي خبر له مخې په سزاګانو کې دا کمی به په وژنو، جاسوسۍ اؤ د ریاست پرضد فعالیتونو کې د ککړو مجرمانو لپاره نه وي.

د صدارتي ماڼۍ بیان کې ویل شوي کومو بندیانو ته چې د عمري بند سزاګانې اورول شوي د صدر د اعلان له مخې به د هغوي په سزاګانو کې د 180 ورځو یا شپږو میاشتو سزا کمولی شي.

د صدارتي ماڼۍ په بیان کې سپیناوی شوی چې په ترهګرۍ، تښتونو، غلا، ډاکو اؤ بدکارۍ کې ککړ مجرمان به هم د صدر له خوا د بخښل شوې سزا نه استفاده نه شي کولی.

ددې ترڅنګ په مالي جرمونو کې د ککړو اؤ قامي خزانې ته د زیان رسوونکو سزاګانو کې به هم کمی نه شي کولی.

د بیان له مخې د65ؤ کالو نه د زیات عمر لرونکو هغو سړو سزاګانو کې به هم دشپږو میاشتو کمی کولی شي په دریوو کې دوه برخې قید یې تیر کړی وي.

همدا شان بیا هغه ښځې قیدیانې چې عمرونه یې تر 60ؤ کالو زیات وي اؤ دخپل بند د سزا په دریو کې دوه برخې یې پوره کړې وي هغوي به په سزا کې د کمي ددې اعلان نه ګټه پورته کولی شي.

د18 کالو نه دکم عمر هغه زلمي چې په جیلونو کې یې دخپلې سزا په دریوؤ کې دوه برخې پوره کړي دي دهغوي سزاګانو کې به هم دشپږو میاشتو کمی کولی شي.

په پاکستان کې هر کال په خاصو قامي اؤ مذهبي ورځو دهیواد صدر د قیدیانو په سزاګانو کې دکمي اعلان کوي خو څېړونکي نیوکې کوي چې د جیلونو دننه بیا قیدیانو ته د تربیې اؤ اصلاح هغه موقعې نه ورکول کیږي چې دجیلونو نه په راوتلو پرې دغه قیدیان د ټولنې د کار وړ وګړي جوړ شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG