لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ځواکونو الاسکا ریاست ته نږدې د روس څلور جنګي جهازونه څارلي دي


واشنګټن - د امریکې پوځ د دې خبر تصدیق کړی چې د اتوار په ماسخوتن او د ګل ورځې په سهار یې د روس څلور جنګي جهازونه څارلي چې د امریکې الاسکا ریاست ته نږدې یې پروازونه کول.

د شمالي امریکا د فضایي حدودو د دفاع کمانډ (NORAD) ویلي چې دوی د روسانو جنګي جهازونه د الاسکا د فضایي دفاع په شناختي زون کې لیدلي او څارلي دي.

نوراډ د گل/دوشنبې په ورځ پخپل بیان کې مګر ویلي چې: "روسي جهازونه په بین الاقوامي فضا کې پاته شول او د امریکا یا کېنېډا فضایي حدودو ته نه راننوتل. الاسکا ته نږدې د روسانو دغه قسمه فعالیت په منظم طور مخې ته راځي، او د کومې دړکې په حیث نه کتل کیږي."

خو په دې بیان کې دا هم راغلي چې د امریکا د پوځ دا څانګه (نوراډ) آماده ده چې د شمالي امریکا د دفاع دپاره یو شمېر اقدامات په پام کې ونیسي.

بل اړخ ته د ګل/دوشنبې په ورځ د برطانیې سلطنتي فضایي ځواک وویل چې د روس دوه جنګي جهازونه د برطانیې شمال پلو تېرې شولې او برطانیې یې د څارلو دپاره خپل جنګي جټ جهازونه په هوا کړل.

د برطانیې د فضايي قواوو مشر جېمز هیپي وویل: "نن سهار [برطانوي] پائیلټانو خپل ټایفون جټ جهازونه والوزول چې د روسانو دوه ستر بم اچوونکي جهازونه وڅاري، او هغو ته یې کتل چې د شټلېنډ آیلېنډز شمال پلو تېر شول. دوی (برطانوي پائیلټان) آماده و چې د برطانیې علاقې ته د هر قسم ممکنه خطرې مقابله وکړي."

د امریکا په پوځ کې د NORAD څانګې ترجمان وي او اې ته وویل، دوی ته تر اوسه داسې څه پته نشته چې ګني د ګل په ورځ د برطانیې شمال اړخ ته د روسي جهاز پرواز دې، د امریکې الاسکا ته څېرمه د روس پوځ د نورو جهازونو د پرواز سره څه تعلق ولري.

د امریکا پوځ د دې تصدیق کړی چې سږکال څو څو ځله د روس پوځ جهازونه الاسکا ته څېرمه بین الاقوامي فضایي حدودو کې لیدلی شوي دي.

په مې میاشت کې، د امریکې اېف-16 او اېف-22 جنګي الوتکو شپږ روسي جهازونه وڅارل چې الاسکا ته څېرمه فضایي حدودو ته داخل شوي و. په دې کې TU-95 بم غورځوونکي، SU-35 جنګي جټونه، او IL-78 ډوله ټنکر هوایي جهاز شامل و.

همدا تېره هفته هم نوراډ خبر ورکړ چې الاسکا ته څېرمه یې د روسي پوځ یو هوایي جهاز څارلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG