د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ته د واک په ترلاسه کولو مبارکي ورکړې ده اؤ وزیر اعظم ښاغلی کاکړ وایي چې پاکستان امریکې سره خپلې شراکت دارۍ ته خورا ارزښت ورکوي.
د شورو- چهارشنبې په ورځ پخپل د مبارکۍ یو پيغام کې د امریکې خارجه وزیر اینټني بلینکن ویلي په پاکستان کې د بې پلوه اؤ رڼو ټاکنو لپاره تیارۍ روانې دي اؤ "مونږ به د ایین،د رایې څرګندولو د ازادۍ اؤ اقتصادي سوکالۍ ګډ عزم پرمخ وړو".
د ښاغلي بلینکن دمبارکۍ پیغام ته ځواب کې نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي دده نګران حکومت به د زړه د اخلاصه د رڼو اؤ پاکو ټاکنو لپاره کار کوي.
پخپل لنډ بیان کې نګران وزیراعظم ویلي "مونږ له امریکې سره خپلې شراکت دارۍ ته خورا زیات ارزښت ورکوؤ" اؤ پاکستان په سیمه کې داقتصادي خوشحالۍ،جمهوریت اؤ ثبات لپاره دګډ عزم درناوی کوي.
د اینټني بلینکن دمبارکۍ له پیغام یوه ورځ وړاندې دامریکې دخارجه وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټيل د نهې- سه شنبې په ورځ رسینو ته ویلي وؤ:
"زمونږ په علم کې ده چې د پاکستان قامي اسمبلي ماته کړل شوې ده اؤ انوار الحق کاکړ نوی نګران وزیراعظم دی اؤ په داسې حال کې چې هغه ملک کې د انتخاباتو کولو تیارۍ کوي نو مونږ د هغه اؤ دهغه د ډلې سره په ګډه کار کولو ته منتظر یو"
پاکستان کې دنګران حکومت یوه ذمه واري دا هم ده چې په90 ورځو کې به دننه ملک کې عام انتخابات کوي، په دې اړه د شوې پوښتنې ځواب کې امریکایي ویاند ویلي وؤ "بې له کوم شکه مونږ به پاکستان سره د ګډو مفاداتو په اساس شرکت دار اووسو چې هغې کې د پاکستان اقتصادي ثبات، سوکالي، امنیت، روڼ انده اؤ بې پلوه انتخابات کول اؤ د جمهوریت اؤ قانون د واکمنۍ درناوی کول شامل دي"
په پاکستان کې که هرڅو د قامي اسمبلۍ ماتېدو نه وروسته په دریوؤ میاشتو کې دننه نوي انتخابات کیدل یو اییني ضرورت دی خو څېړونکي اؤ د پي ډي ایم د تېر حکومت چارواکي وایي چې انتخابات به تر راتلونکي کال فرورۍ اؤ یا هم تر هغې زیات وځنډیږي.
انتخاباتو ځنډیدو له ګنګوسو وروسته دپاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي تېره ورځ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ته یو لیک ور استولی اؤ له هغه یې غوښتنه کړې چې باید په 90 ورځو کې دننه انتخابات باوري کړي.
شاه محمود قریشي پخپل لیک کې ویلي چې دهیواد دستور په بشپړ ډول د تباهۍ په غاړه ولاړ دی اؤ تیر حکومت پخپلو ناکامو پالیسو اؤ انتقامي ګاموو د ریاست بنیادونو ته سخت زیانونه رسولي دي .
ښاغلي قریشي زیاته کړې ده چې دهیواد ایین له وخته وړاندې د اسمبلۍ ماتېدو په صورت کې په 90 ورځو کې دانتخاباتو کولو امر کوي ځکه نو د دوي ګوند د نګران وزیراعظم نه غوښتنه کوي چې په دې ټاکلې موده د انتخاباتو کیدل باوري کړي.
Forum