پولیس وایي د پېښور په کلیواله سیمه ارمړ کې ترهګرو د پولیسو په یوه څوکۍ د لاسي بم برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی. د پولیس سرچینو وي وی او ای ډيوه ته ویلي دا پېښه د شورو- چهارشنبې په ورځ شوې ده .
پولیس وایي نامعلومو ترهګرو د ارمړو په پولیس څوکۍ لاسي بم غورځولی چې د هغې په چاودیدو سره یو پولیس عسکر ژوبل شوی خو کله چې بیا پولیسو په ترهګرو ځوابي ډزې وکړې نو هغوی وتښتیدل.
پولیس سرچینې وایي په چاودنه کې ژوبل عسکر د علاج لپاره هسپتال ته رسول شوی اؤ پولیسو ټوله سیمه په ګیره کې اخستې ده اؤ د لټون عملیات یې پیل کړې دي.
ددې برید ذمه واري لا په سمدستي توګه چا پر غاړه نه ده اخستې خو په پښتونخوا کې چې په دې وروستیو کې په پولیسو، پوځ اؤ ایف سي څومره بریدونه شوي هغې کې د اکثرو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې ډاعش منلې دي.
خېبر پښتونخوا کې دامنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ د نهې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د ترهګرو ډلو لپاره پولیس په نخښه کول یو اسان هدف دی ځکه اوس اکثره ترهګرې ډلې په پولیسو بریدونو ته اولیت ورکوي.
ناصر داوړ ویلي، په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا دننه اؤ په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې ترهګرې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې فعالې شوې اؤ پیاوړې شوې دي اؤ خپله جنګې تکلاره یې هم بدله کړې ده.
هغه وایي وړاندې به وسله والو په عامو ښارونو، بازارونو اؤ ولسي مقاماتو کې بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه کول خو وایي که نزدې وختونو کې دترهګرۍ د شوؤ واقعاتو په غور ارزؤنه وکړل شي نو معلومیږي چې اوس دغو وسله والو ډلو د ولسي مقاماتو پرځاي په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو بریدونو ته اولیت ورکړی دی.
ناصر داوړ وایي ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې دامریکې نه پاتې شوې وسلې په لاس ورغلي، خپل اختلافونه یې ختم کړي اؤ داسې دا ډلې اوس د وړاندې په پرتله زیاتې پیاوړې شوې دي.
خبریال داوړ وایي پولیس د ترهګرو لپاره ځکه یو اسان هدف وي چې یو خو پولیس دترهګرۍ په وړاندې دمقابلې لپاره لکه د پوځ روزنه نه لري اؤ بل وسلې هم ورسره هغه نه دي چې دترهګرو مقابله پرې وکړی شي نو ځکه ترهګر په اسانه پولیس خپل هدف جوړوي.
Forum