د هندوستان یوه چارواکي ویلي چې په همالیه سیمه کې له څو ورځو روانو بارانونو وروسته سېلابونو په دې اوونۍ کې لږ تر لږه 72 کسان مړه کړي دي، اوبو مځکې ښویولې، سړکونه یې وړي او ودانۍ یې تباه کړې دي، چې له کبله یې ګڼ شمېر خلک د خوندیتوب له خطر سره مخ شوي دي.
د هماچل پردېش په غرنۍ صوبه کې ژغورونکې ډلې په خراب موسم کې هم هلې ځلې کوي چې د بارانونو له کبله تر خټو او خاورو خځلو لاندې بند پاته خلک وژغوري.
د هند د موسیماتو ادارې په دغه صوبه کې د زیاتې بیدارۍ خبرداری ورکړی او اټکل یې کړی دی چې بارانونه به په راتلونکو څو ورځو کې لا هم روان وي.
د هماچل پردېش د بیړنیو عملیاتو د مرکز یوه چارواکي ویکرم سینګ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې په تېرو پینځو ورځو کې 72 تنه مړه شوي او د نورو د ژغورنې کار روان دی.
رپوټونه وایي په سلګونو سړکونه بند شوي دي او په مرکزي ښار شمله کې د سکولونو د بندولو امر شوی دی ځکه چې د هند هوایي ځواک او د آفتونو په وخت د انتظام ادارې ټیمونه له زیانمنو سیمو څخه د خلکو په را ایستلو کې مرسته کوي.
د دغې صوبې وزیراعلی سوکویندر سینګ سوکو ویلي، تر اوسه پورې یې له 2,000 زیات خلک د هیلیکاپټرو او کیښتیو په وسیله ژغورلي او اوس په مرستندویه کېمپونو کې اوسېږي.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ونې پر غونډیو پاس د جوړو کورونو غوندې را نړېږي او په پس منظر کې د خلکو له ویرې ډکې چیغې اورېدل کېږي، چې نعرې وهي "له دې ځایه ووځئ" او "بیرته لاړ شئ."
په شمله کې د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ د هندوانو یو مندر د مځکې ښویېدو له کبله نړېدلی او چارواکي اندېښنه لري چې کېدای شي خلک لا هم تر خاورو لاندې وي، ځکه چې وایي د پېښې په وخت مندر له عبادت کوونکو ډک وو.
وزیراعلی سوکو د هند پریس ټرسټ خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د سږ کال د پشکال یا وسې د بارانونو له کبله د تباه شویو ودانیو او اډاڼو بیارغول به یو کال وخت واخلي.
ښاغلي سوکو دعوه کړې چې په صوبه کې یې د شاوخوا 100 اربه هندي روپیو (1.2 اربه ډالر) په ارزښت زیان شوی دی. هغه وویل، "دا یو لوی چېلنج دی، د غره په شان چېلنج دی."
تېره میاشت هم د پشکال ریکارډ بارانونو په دوو اوونیو کې د هماچل پردېش په ګډون د شمالي هند په ځینو برخو کې تر 100 ډېر کسان مړه کړل.
د هند د همالیه په شمال کې هر کال د جون او ستمبر میاشتو تر منځ د پشکال په موسم کې له بارانونو وروسته د مځکې ښوېیدو او سېلابونو له کبله آفتونه معمول دي. ساينسپوهان وايي په نړۍ کې د تودوخې له زياتوالي سره دا نور هم پسې زياتيږي.
Forum