د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان خوریی حسان نیازی د پنجاب په لاهور ښار کې په 9م مې په پوځي ودانۍ د شوي برید په قضیه کې د مقدمې چلولو لپاره پوځ ته سپارل شوی دی.
حسان نیازی تېره اوونۍ د خېبر پښتونخوا نه نیول شوی وو اؤ د هغه تر نیول کېدو وروسته تحریک انصاف ګوند اؤ د هغه کورنۍ دعوه کړې وه چې نوموړی لادرکه کړل شوی دی.
د حسان نیازي پلار حفیظ الله نیازي د خپل زوي د موندنې لپاره لاهور هایکورټ کې عریضه کړې وه چې تېره ورځ ددغې عریضې د اورېدنې په مهال د پنجاب حکومت وکیل د حسان نیازي په اړوند رپورټ عدالت ته وړاندې کړی اؤ ویلي یې دي هغه په جناح هاوس د شوي برید مرکزي ملزم دی نو ځکه د مقدمې چلولو لپاره پوځ ته سپارل شوی دی.
رپورټ کې ویل شوي چې پولیسو د حسان نیازي په اړوند خپله قانوني کارروایي سرته رسولې ده اؤ هغه یې د عدالت نه مفرور ګرځولی دی.
د پنجاب حکومت له لوري جمع کړل شوي دې رپورټ کې ویل شوي چې حسان نیازي د کمانډنګ افسر په غوښتنه پوځ ته سپارل شوی چې په جناح هاوس د شوي برید په اړوند د هغه پرضد پوځي عدالت کې مقدمه وچلول شي.
د اورېدنې په مهال د حفیظ الله نیازي وکیل عدالت ته ویلي چې حسان نیازي په 13م اګست نیول شوی اؤ په 17م اګست پولیسو ته ورکړل شوی دی.
هغه ویل باید مونږ ته وویل شي چې حسان نیازي درې څلور ورځې لادرکه وو هغه چرته اؤ د چا په ولکه کې وو؟
وکیل ویلي چې د حسان نیازي سفري ریمانډ د هیڅ یو عدالت څخه نه دی اخستل شوی .
وکیل زیاته کړې ده پکار وه چې حسان نیازي د عدالت له لارې پوځ ته سپارل شوی وای خو وایي پولیسو د قانون برعکس پخپل سر هغه پوځ ته سپارلی دی.
هغه د عدالت نه غوښتنه کړې ده چې پوځ ته د حسان نیازي د سپارلو اقدام غیر قانوني وګرځوي خو سرکاري وکیل بیا عدالت ته ویلي چې د نوموړي پرضد ټول ګامونه د قانون مطابق اخستل شوي دي.
عدالت د دواړو خواؤ د وکیلانو دلیلونه اورېدلي اؤ د درخواست نوره اورېدنه یې ځنډولې ده خو سرکاري وکیل ته یې ویلي هغه باید د اړوندو چارواکو نه معلومه کړي چې حسان نیازی د خپل پلار سره لیدی شي که نه؟
په نهم مې د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان د القادر ټرسټ په قضیه کې نیب نیولی وو چې د هغه د ګرفتارۍ پرضد د تحریک انصاف ګوند پلویانو قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغه احتجاج په مهال په پوځي اؤ دولتي ودانیو بریدونه شوي وؤ اؤ اورونه ورته لګول شوي وؤ.
د احتجاجونو په مهال د پوځي اؤ دولتي ودانیو د سوځولو اؤ هلته د ماتې ګوډې تورونه تیر حکومت په تحریک انصاف ګوند لګولي اؤ ددغه ګوند دمشرانو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي.
د تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم چې دا مهال د توشه خانې په قضیه کې د دریوؤ کالو د بند په سزا محکوم شوی اؤ د اټک په زندان کې د خپل بند شپې ورځې لنډوي، هغه د نهم مې په پېښو کې د خپل ګوند د لاس لرنې تورونه رد کړي دي.
د نهم مې دپېښو نه وروسته د پوځ دسرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ د کورکمانډرانو په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په پوځي تنصیباتو بریدونو کې د ککړو کسانو پرضد به د پوځي ایکټ اؤ افیشل سیکرټ ایکټ په اساس مقدمې چلولی شي اؤ وروسته د قامي امنیت کمېټې هم ددې فیصلې ملاتړ کړی ؤ.
د ملکي خلکو په ضد پوځي عدالتونو کې په مقدمو چلول کېدو د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو هم اندېښنې ښودلي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید دعامو وګړو جمهوري، اییني اؤ قانوني حقونه خوندي وساتي.
خو د هغه وخت د قانون وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ رسنیو ته ویلي وؤ چې په پوځي عدالتونو کې مقدمو سره مخ ملکي وګړو ته به د وکیل اؤ اپيل کولو بشپړه حق ترلاسه وي اؤ د هغوي حقوق به نه پایمالیږی.
Forum