د پښتون ژغورنې غورځنګ په سلګونو پلویان لا هم د ملک له مختلفو سیمو په اسلام اباد کې د جلسې ځای ته ور روان دي او ټاکل شوې چې دوی به په ترنول سیمه کې جلسه کوي، خو وایي پولیس اوس هم ځای پر ځای د دوی کسان نیسي.
پي ټي ایم غواړي سپریم کورټ ته مخامخ په پښتونخوا کې په زور د بېدرکه شوو خلکو د خوشي کېدو او په صوبه کې د ترهګرۍ پر ضد احتجاج وکړي. په ځایي مېډیا کې د پي ټي ایم د ترهګرۍ ضد مبارزې ته اکثره ځای نه ورکول کېږي.
د وي او اې ډیوه خبریال اورنګزېب خان د اسلام اباد ځینې ویډیوګانې را لېږلې چې پکې لیدل کېږي پولیس د پي ټي ایم هغه غړي سره وېشي او ځینې یې خپلو وېنونو ته خېژوي، چې د پولیسو په وینا دوی د پایتخت حساسې سیمې ریډ زون ته د تلو هڅه کوي.
د ډیوه خبریال وایي د پي ټي ایم مشران منظور پښتین، علي وزیر، ملاتړي عصمت شاه جان او ګڼ شمېر نور کسان په ترنول کې د جلسې پر کنټینر موجود دي او لا یې دا پرېکړه نه ده کړې چې جلسه هملته په ترنول کې وکړي او که بیرته د سپریم کورټ په طرف روان شي.
د اسلام اباد پولیس پر خپل ایکس (ټویټر) پاڼه باندې وایي د ترنول جي ټي سړک له دواړو اړخونو بند دی او وایي چې حساسې سیمې ریډ زون ته تللې ټولې لارې یې هم بندې کړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو نګران مرکزي وزیر سرفراز بګټي وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه سره یې تر خبرو اترو وروسته د هیواد بېلابېلو برخو نه ددغه غورځنګ د نیول شوؤ فعالینو دسمدستي خوشې کولو امر کړی دی.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښین به تور لګولی چې نن د اسلام اباد جلسې ته د پښتونخوا، بلوچستان او د ملک د نورو برخو نه تلونکي د دوي د غورځنګ تر 1000 زیات فعالین نیول شوي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] نن د جمعې په ورځ د اسلام اباد په ترنول سيمه کې جلسه راجوړه کړې، وايي د امنيت، بې درکه خلکو د خوشي کولو او پښتنو د حقونو غوښتو دپاره جلسه کوي.
وړاندې د پي ډي ایم مشر منظور پښتین اعلان کړی ؤ چې دا جلسه به د سپریم کورټ مخې ته کیږي خو د هیواد دکورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي په ایکس [ټویټر] رسنۍ لیکي چې تېره شپه دوي د پي ټي ایم مشرتابه سره بریالۍ خبرې کړي اؤ په دغو مذاکراتو کې پي ټي ایم منلې ده چې جلسه به د سپریم کورټ مخې ته نه بلکې ترنول کې کوي.
هغه وایي د لاهور، پېښور اؤ نورو ښارونو نه د چې د پي ټي ایم کوم فعالین نیول شوي دي دهغوي دسمدستي خوشې کولو امر ورکړل شوی اؤ نوموړي حکومت سره په مرستې کولو د ټي ټي ایم د مشرتابه مننه هم کړې ده.
خو د کورنیو چارو د مرکزي وزیر ددې دعوې برعکس بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دعوه کړې ده چې تر زرو زیات د دوي نور فعالین هم نیول شوي دي.
په ایکس رسنۍ منظور پښتین تور لګولی چې "د پښتون وطن د امن غږ د جنرالانو خوښ نه دی ځکه نن اسلام اباد کې د امن لپاره د کېدونکې جلسې پرضد سخت عملیات روان دي".
د منظور پښتین دې تور ته د پاکستان پوځ لا څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې د پي ټي ایم د مشرانو دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې یو ځل بیا د ترهګرۍ تر شا ولاړ دي.
په اسلام اباد کې د پي ټي اېم رابطه کار کامران هم د وي او اې ډيوه خبريال ارشد حسېن ته ويلي، د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو سيمو نه قافلې د اسلام اباد جلسې ته ور روانې دي خو تور یې لګولی په بېلابيلو سيمو کې د دوی کسان نيول شوي دي.
هغه وويل، د تېرې شپې راهسې په سوات، پېښور او نورو سيمو کې د پي ټي اېم د مشرانو او غړو په کورونو چاپې وهل شوي او دعوه یې وکړه، د دوی د 400 پورې کسان پوليسو نيولي دي.
کامران ویلي، پرون د شپې ناوخته پورې یې د کورنيو چارو د نګران مرکزي وزير سرفراز بګټي او نورو چارواکو سره خبرې شوي دوی د سپريم کورټ مخې ته د جلسې څخه منعې کړل شوي او ورته ويل شوي هلته خطره ده.
هغه زياته کړې دوی ته بيا په ترنول کې د جلسې اجازه ورکړل شوې او جلسه به هم هلته کوي.
Forum