د امریکا د پخواني صدر ډونلډ ټرمپ وکیلانو د کال 2020م د صدارتي ټاکنو نتیجې په خپله ګټه د اړولو په تور جوړه مقدمه کې د محاکمې نېټه د اپریل 2026م غوښتنه کړې ده.
ددې مطلب به دا وي چې محاکمه به د کال 2024م صدارتي ټاکنو نه وروستو کیږي. خصوصي مشیر جیک سمیت تېره هفته د کال 2024 جنورۍ میاشت کې د محاکمې غوښتنه کړې ده.
سرکاري وکیلان وايي دا به د څلورو نه تر شپږو میاشتو پورې وخت واخلي چې د پخواني صدر په ضد خپله مقدمه وړاندې کړي.
د پخواني صدر وکیل په خپل خواست کې لیکلي، د ولس مفاد په منصفانه او عادلانه محاکمه کې دی. په دې کې نه چې زر تر زره عدالت خپله پرېکړه وکړي.
تمه ده چې د امریکا د فیډرل عدالت ججه تانیه چوټکان به د اګست په 28مه د مقدمې د اورېدنې نېټه اعلان کړي.
پخوانی صدر په لټون کې دی چې محاکمه به د کال 2024م تقویم ډک کړي، په داسې وخت چې دی په صدارتي ټاکنو کې د ریپبلکن ګوند له اړخه د بیا کاندید کېدو لپاره هلې ځلې کوي.
ښاغلی ټرمپ په څلورو مقدمو کې د تېر ګل- دوشنبې په ورځ جیورجیا ریاست کې تورن کړی شوی چرته چې سرکاري وکیلې فانې ویلس د صدر ټرمپ او د هغه د 18 نورو مدافعینو په ضد د کال 2020م په صدارتي ټاکنو کې د مداخلت د محاکمې غوښتنه کړې وه چې د مارچ په څلورمه شورو شي.
د صدر ټرمپ په ضد د جعلکارۍ د تورونو د مقدمې لپاره د محاکمې د نیټې ټاکنه به د فالټن کاونټۍ ستر عدالت جج سکاټ مکافي کوي. مکافي په تصادفي توګه د جیورجیا پایتخت اټلانټا کې ددې مقدمې اورېدنې لپاره ګومارل شوی وو.
دا خبره تر ډېره حده یقیني وه چې د ټرمپ وکیلان به د نومبر د صدارتي ټاکنو نه ډېر وروسته د محاکمې غوښتنه کوي.
خو که چرې جج مکافي د سرکاري وکیل په خواست د مارچ په څلورمه د محاکمې شورو کولو په نېټه صلاح شي نو بیا به د سپر ټیوزډې نه دا یوه ورځ وړاندې وي، په کومه ورځ چې د امریکا په 14 ریاستونو کې د ګوندونو لخوا د صدارتي کاندید د ټاکنې لپاره انتخابات کیږي. ښاغلی ټرمپ به په دغه مهال د ریپبلکن ګوند له خپلو سیالانو سره په زغل کې شامل وي.
د امریکا پخواني صدر په تېرو څلورو میاشتو کې په دا څلورم وار وو چې په جیورجیا ریاست کې تورن شو. د قانوني فشار مخ په زیاتیدو خطر سره به د نوموړي د کال 2024م زیاتره وخت د صدارت لپاره د کمپېن په ځای په عدالتي کاروایو کې تیریږي.
پخوانی صدر امید لري چې په څلورو قضیو کې د تورن کېدلو سره به دی د صدارت څوکۍ بیا وګټي.
نظرپوښتنې ښيي چې د ریپبلکن ګوند لخوا يې ملاتړ پر ځای دی خو دی ګیله کوي چې د ده انتخابي کمپاین ته د زیان رسولو لپاره په ده تورونه لګول شوي دي.
په ټولو څلور قضیو کې په ده باندې 91 د جرایمو تورونه دي که چېرې پرې ثابت شي نو ورته د کلونو د بند سزا هم کیدلی شي خو دی د کوم جرم کولو نه انکاري دی.
Forum