لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د وسله والو بریدونو کې یو عسکر اؤ دوه ترهګر وژل شوي


پاکستاني میډيا وایي دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې دترهګرو سره په نښته کې دوه وسله وال اؤ په امنیتي پوسته د ترهګرو په برید کې یو عسکر وژل شوی دی.

دخالي په ورځ دپاکستان ایکسپریس رسنۍ پخپل رپورټ کې ویلي د خېبر قبایلي ضلعې د باړې تحصیل په غیبي نیکه سیمه کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ سخته نښته شوې ده .

رپورټ وایي دا نښته هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو په یوه پوسته ګاډي لټول اؤ‌ پر دغه مهال دترهګرو د یو ګاډي نه په امنیتي پوسته ناتاره ډزې وشوې.

رپورټ زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو ډزو ته چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي ډزو کې یې دوه ترهګر وژلي دي.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې دنښتې په مهال دوه ترهګر ژوندي هم نیول شوي چې امنیتي ځواکونو نامعلوم مقام ته منتقل کړي دي.

دپاکستان پوځ یا سیمه ییزي انتظامیې لا په رسمي ډول ددې نښتې په اړوند څه نه دي ویلي.

همدا شان دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دجمعې په ورځ دخېبر قبایلي ضلعې په لرې پرته سیمه تیراه کې هم وسله والو په یوه امنیتي پوسته برید کړی چې دغه برید کې یو عسکر وړومبی ژوبل شوی ؤ خو وروسته یې بیا هسپتال کې ساه ورکړې ده.

ددې برید پړه په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه ټي ټي پي اؤ وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.

د افغانستان سره په پوله پرتو د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې چې اکثره داسې واقعات وشي نو د هغې پخلی د سیمه ییزې انتظامیې اؤ پولیس چارواکو نه نیغ په نیغه ځکه هم ډیر په ګرانه کیږي چې اکثره په دغو سیمو کې موبایل فونونه کار نه کوي اؤ د صحافیانو هلته په ازادانه توګه په رپورټنګ کولو غیر اعلانیه بندیز پرځای دی.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په ترهګریزو بریدونو کې د عامو وګړو ترڅنګ په شلګونو امنیتي عسکرو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د روانې میاشتې په پیل کې پېښور کې یوې دستورې ته د وینا په مهال دې پېښو ته خپل غبرګون کې ویلي وؤ ، ترهګر په داسې ناکامو هڅو غواړي چې ریاست ځان سره مذاکراتو ته مجبوره کړي خو هغه ویلي وؤ چې ترهګرو ډلو سره به هیڅ رقم مذاکرات نه کیږي.

تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده.

دپاکستان پوځي اؤ حکومتي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ دهلته نه پاکستان کې دبریدونو منصوبه بندي کوي خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت دپاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي افغانستان کې نه خو ترهګرې ډلې شته اؤ نه دوي چاته اجازه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو پرضد وکاروي.

دتېرې جولایي په میاشت کې دپولیسو اؤ څېړنیزو ادارو د رپورټونو نه مخې ته د راغلو شمیرو له مخې د یو کال په موده کې دخېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډیره اسماعیل خان،56 په پېښور،55 په باجوړ اؤ49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG