لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا نهه کسیزې نګران کابینې ته سوګند ورکړل شو


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا صوبې دنګران کابېنې نهو وزیرانو ته د خالي-شنبې په ورځ ګورنر حاجي غلام علي سوګند ورکړی دی.

په نوې نګران کابینه کې سید معسود شاه، فیروز جمال، جسټس(ریټایرډ)ارشاد قیصر، احمد رسول بنګښ.اصف رفیق،ډاکټر نجیب الله، ډاکټر محمد قاسم جان،جسټس ریټایرډ ارشد حسین شاه اؤ سیدعامر شامل دي.

تر دې وړاندې روانه میاشت دالیکشن کمیشن په حکم دخېبر پښتونخوا صوبې نګران وزیراعلا محمد اعظم خان د صوبې د14 نګران وزیرانو،7 ځانکړو معاونانو اؤ 4 مشیرانو نه استعفاګانې اخستې وې.

الیکشن کمیشن دصوبې وزیراعلا ته امر کړی ؤ چې نګران کابینه باید په بشپړ ډول بې پلوه وي اؤ ددې غړي دي سیاسي ګوندونو سره هیڅ تړاو ونه لري.

په پېښور کې میشت خبریال عرفان خان وایي دتېرې نګران کابینې زیاترو غړو دسیاسي ګوندونو سره تړاو لرلو اؤ دهغوي په سیاسي جانبدارۍ له هر لوري نیوکې کیدلی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دیوې سیاسي نګران کابینې په موجودیت کې د بې پلوه اؤ روڼ انده انتخاباتو عمل دنیوکو سره مخ کیدلی شو نو ځکه الیکشن کمیشن تېره کابینه ختمه کړه اؤ یوه نوې صوبایي نګران کابینه جوړه کړی شوه.

هغه وویل په نوې کابینه کې چې کوم غړي اخستل شوي هغوي دسیاسي ګوندونو سره تړاو نه لري اؤ زیاتره د خپلو،خپلو څانګو ماهران اؤ وتلي شخصیات دي چې په انتخاب کې یې د زیات غور اؤ احتیاط نه کار اخستل شوی دی.

نوموړي وویل هیله ده چې په نزدې ورځو کې په کابینه کې نور وزیران، مشیران اؤ خصوصي معاونان هم شامل کړل شي.

دخییر پښټونخوا صوبایي اسمبلي د هغه وخت د وزیراعلا محمود خان په سپارښتنه په 18م جنوري ګورنر ماته کړې وه چې له هغې وروسته اعظم خان دصوبې نوی نګران وزیراعلا ټاکل شوی ؤ اؤ هغه ځان سره دبیلابیلو ګوندونو غړي دنګران وزیرانو په توګه اخستي وؤ خو په دغه کابینې په جانبدارانه حیثیت سختې نیوکې شوې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG