اېسوشیټډ پرس - د ښځو د فټبال عالمي کپ په فاینل لوبه کې چې د اسټرېلیا په سېډني ښار کې ترسره شوه، د اسپېن لوبډلې وکړی شول د (1-0) نتیجې سره، اېنګلېنډ ټیم ته ماتې ورکړي او په اول ځل د ښځو د فټبال نړېوال کپ ترلاسه کړي.
د دې لوبې یوازېنی ګول د اسپېن په مفاد، اولګا کارمونا د لوبې په اوله نیمایي کې ووهلو.
د جرمني ترڅنګ، اسپېن د نړۍ دویم ملک دی چې هم د نارینه و په فټبال کې او هم د ښځو په فټبال کې اتلولۍ ته رسېدلی دی.
کله چې د لوبې د ختمېدو اعلان وشو، د اسپېن د ټیم لوبغاړي د خپل ګول مخې ته ټول د زیاتې خوشحالۍ نه په یو بل راولوېدل او بیا د ټرافي یا کپ د ورکړې تر دستورې پورې ګډېدلې.
د اسپېن ګول د لوبې په 29 م مېنټ کې ووهل شو او هغه داسې چې اولګا کارمونا، بال پخپلې ګڅې پښې شوټ کړ او بغیر د دې چې د اېنګلېنډ ګولکیپره وکړی شي ورته ورسیږي، بال د ګول په کونج کې ننوتلو.
د دې نه وړاندې په سیمي فاینل لوبه کې هم کارمونا د سویډن خلاف یو ګول وهلی و.
په فاینل لوبه کې چې د اتوار/یکشنبې په ماخوستن وشوه، اسپېن ټیم ته په اته شپېتم مېنټ کې یو پېنالټي شاټ هم برابر شو چې جیني هېرموسو بال ووهلو، مګر د اېنګلېنډ ګولکیپرې هغه ښه دفاع کړ، که نه د اسپېن د ګولونو شمېر به دوو ته رسېدلی و.
د اسپېن د ښځو ټیم په داسې حال کې د نړۍ کپ وګټلو چې همدا تېر کال د دې ټیم پېنځلسو لوبغاړو یو دم د بغاوت په شان اعتصاب کړی و او ویلي و چې هغوی د نشنل ټیم نه مستعفي کیږي او باید لوبغاړو ته یو بهتره پروفشنل ماحول جوړ کړی شي.
د هغو پېنځلسو تنانو نه، درې تنانې یې – اونا بټلې، اېتانا بونماتي، او ماریونا کالډېنتي – بېرته روغه وکړه او سږکال په ورلډ کپ کې ولوبېدلې.
اېنګلېنډ تېر اوړي موسم کې د یورپین چمپینشپ کپ ګټلی و او په غټې حوصلې سره د نړېوال کپ لوبو ته داخل شوی و، مګر درې بهترین لوبغاړې یې په زنګونو کې ژوبلې وې او په ورلډ کپ سیالیو کې ونه لوبېدلې.
د اتوار ورځې د لوبې نه وړاندې، اېنګلېنډ ټیم په سیمي فاینل لوبه کې د کوربه هېواد اسټرېلیا ټیم ته (3-1) نتیجې سره ماتې ورکړې وه.
Forum