لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیدرلینډ او ډنمارک د امریکه جوړ اېف-16 جنګي جهازونه اوکراین ته ورکوي


نیډرلېنډ او ډنمارک هېوادونو ته د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي د دورې پر مهال، دغو دوو یورپي ملکونو اعلان وکړ چې د امریکې جوړ اېف-16 جهازونه به اوکراین ته ورکړي. ډنمارک او نیډرلېنډ یوازېني ملکونه دي چې اوکراین ته دغه جهازونه ورکوي. ښاغلي زېلنسکي د دغه تاریخي اعلان هرکلی وکړ.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي وویل، "زه ویاړ کوم چې ډنمارک د نیدرلینډ سره په ګډه اوکراین ته د روس په ضد د خپلې آزادۍ او بی د کوم دلیله یرغل په ضد جګړې لپاره ایف-16 جنګي جهازونه ورکوي."

نوموړي دا خبرې د نیدرلینډ وزیراعظم مارک رټټې سره ګډ خبري کانفرنس ته وکړې.

نیدرلینډ ته د خپل سفر ورسته زېلنسکي ډنمارک ته ولاړ، چرته چې ده او د ده میرمن ته په سکرایډسټرپ هوايي ډګر د ډنمارک وزیراعظمې میټټي فریډریکسن، د هغې د کابیني غړو او شهزادګۍ میري پخیر راغلی اویل. هم په دغه هوايي ډګر به د اوکراین پایلټانو ته د اېف-16 جنګي جهازونو تربیت راتلونکو میاشتو کې ورکول کیږي.

د وزیراعظمې فریډریکنسن سره د خبرو نه ورسته ښاغلي زېلنسکي وویل، "د ډنمارک نه د اېف-16 جهازونو وړلو باندې زمونږ سلا راغله. دا زمونږ د پاره ډیره مظبوطه مرسته ده.د تربیي کار له وړاندې څخه شورو کیدونکی دی. نن مونږ د خپل ښځو او سړو سره خبرې اوکړې څوک چې له وړاندې نه د اېف-16 په اړه زدکړې کوي او دلته به ورباندې کار کوي او بیا به زمونږ اسمانونو ته ځي."

د ډنمارک وزیراعظمې د نولسو اېف-16 جهازونو د ورکولو ژمنه اوکړه او ویي ویل چې کیدای شي شپږ د راتلونکي کال په اوله کې ورکړي. دې دا اونه ویل چې څومره موده کې به دغه ټول جهازونه اوکراین ته ورکوي خو ویې ویل چې دا په دې پورې اړه لري چې څومره موده کې د اوکراین د جهازونو امله او ورته ډهانچه تیاریږي.

د نیدرلینډ وزیراعظم ښاغلي رټټي اویل اېف-16 به دومره زر په جنګ کې مرسته ونه کړي. خو د نیدرلینډ لخوا دا د یوې اوږدې مودې ژمنه ده. ده زیاته کړه، "مونږ غواړو چې زرترزره دا فعاله کیدای شي فعاله يي کړو او د کار جوګه يي کړو. داسې نه چې راتلونکې میاشت کوم چې ناممکنه ده خو امید دی د دغې لږ ورسته اوشي."

زېلنسکي په خپل ټیلي ګرام چینل اویل چې اوکراین به 42 جنګي جهازونه ترلاسه کړي. ده زیاته کړه اېف-16 به يي د ملک پوځ لپاره مهمه پیاوړتیا وي، څوک چې دې وخت د روس ځوابي حملو کې سخت مشکل سره مخ دي.

ښاغلي زېلنسکي زیاته کړه، "د روس برلاسي هوايي پوځ د مقابلې لپاره د امریکه جوړ اېف-16 جازونو ته حاجت وو."

ډچ او ډینیش حکومتونه د هغه ایتلاف هم برخه دي کوم چې په جدید جنګي جازونو د اوکراین پایلټانو ته تربیت ورکوي.

زېلنسکي د امنیت په خاطر دا اونه ویل چې څومره اوکرایني پایلټان به په ډنمارک او ورستو په رومینیا کې تربیه کیږي.خو ډنمارک ویلي تربیت به روانه میاشت کې شورو کیږي. چارواکو ویلي د اوکراین پایلټآنو ته به د شپږو نه تر اتو میاشتو پورې د جدید جنګي جازونو د تربیي حاجت وي.

د امریکايي پوځ جنرل جیمز هیکر د جمعې په ورځ خبریالانو ته د دفاعي لیکوالانو ډلې په ورچول غونډه کې ویلي دې وخت څوک دا نه شي ویلی چې په هوايي قوا کې روس او که اوکراین برلاسی دی.

د وایس اف امریکه یوې پوښتنې په ځواب کې ده اویل، "زه فکر نه کوم چې څوک هوايي برتري تر لاسه کړي تر څو چې یو اړخ د ځمکې نه په هوا کې هدف ویشتونکي کافي میزایلې ولري."

ده زیاته کړه دواړه روس او اوکراین ډیر ښه او خواره واره د میزایل او د هوايي دفاع نظامونه لري. یوازې دغه هغه څه دي چې روس او اوکراین دواړه يي د هوايي برلاسي توب ایسار کړي.

په ایکس باندې خپل پیغام کې د نیدرلینډ خارجه وزیر ووپیک هویکسټیرا د امریکه اوکراین ته د اېف-16 جنګي جازونو د ورکولو د پریکړې هرکلی کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG