لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د نړۍ د لومړي هېواد په توګه د سپوږمۍ جنوبي برخې ته ورسېد


د هند چندریان 3 خلایي جهاز په کامیابۍ سره د سپوږمۍ قطب جنوبي برخې ته له رسېدو سره په نړۍ کې لومړی هېواد شو او سپوږمۍ ته له ختلو سره د نړۍ څلورم هېواد شو.

د هند د خلایي څېړنیزې ادارې «اسرو» چندریان-3 خلایي جهاز د شورو- چارشنبې په ورځ د هند له ځایي وخت سره سم د ماښام پر څلور منټه بالا شپږ بجې په کامیابۍ سره پر سپوږمۍ کښېناستله.

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي سپوږمۍ ته د خپل خلایي جهاز په رسېدلو خوشالي ښکاره کړې او دا یې د خپل هېواد د خلکو لپاره ویاړ بللی دی. ښاغلي مودې خپلې خلایي ادارې «اِسرو» ته پر دې کامیابه سفر مبارکي ویلې ده.

تر هندوستان وړاندې امریکې، روس او چین خپل خلایي جهازونه پر سپوږمۍ کښېنولي دي، خو جنوبي قطب ته یې نه دي رسېدلي.

د هندوستان د کوښښ نه څو ورځي وړاندې د سپوږمۍ د جنوبي برخې په لوري روان د روس لونا 25 نومې سیاره د سپوږمۍ له سطحې سره ټکر شوه او وغورځېده.

نریندرا مودي خپل ولس ته په یوه ویډیو کې ویلي، چې د سپوږمۍ جنوبي څنډې ته له رسېدو سره به یې په نړۍ کې له سپوږمۍ سره تړلې افسانې او متلونه بدل شي، ځکه چې وایي تر دې مخکې دې برخې ته د نړۍ هیڅ هېواد نه ور رسېدلی.

سپوږمۍ ته د هندوستان موجوده چندرایان دریم نومي خلايي جهاز د جولای په 14مه سفر شروع کړی وو. د سپوږمۍ مدار ته تر ننوتلو مخکې دا جهاز لس ورځې د مځکې په مدار کې ګرځېده او د اګست پر پینځمه د سپوږمۍ مدار ته ننوته.

چندریان په هندي او سنسکرت ژبه کې «د سپوږمۍ ګاډي» ته وایي. په 2019م کال کې د هند د خلایي څېړنې ادارې «اسرو» چندریان-2 پر سپوږمۍ د کښېناستلو په وخت تباه شوې وه.

سپوږمۍ ته د سیارې لېږلو دا د هندوستان دریم کوښښ دی. په کال 2008م کې د هندوستان په لومړي مشن کې د هندوستان سیارې د سپوږمۍ د مدار نه د دې خبر تصدیق کړی وو چې د سپوږمۍ په مخ د اوبو شواهد شته.

د هندوستان په پونې ښار کې د ماحولیاتي علم د یونېورسټۍ پروفېسر چېتیانا ګيري وایي د 1960م او 1970م په لسیزو کې سپوږمۍ ته لېږل شوي د سیارې د سپوږمۍ په هغه مرکزي برخه کې کښېناستلي دي چې د ځمکې نه لیدل کېږي او د سیارو کښېناستل په کې اسان دي.

د سپوږمۍ جنوبي برخه چې سطح يې سخته او ناهمواره ده تر دې وړاندې نه وه دریافت کړی شوې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG