لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو هغه سل نجونې درولي چې عربي متحده اماراتو ته د زده کړو لپاره تللې


واشنګټن – راپورونه وايي، طالبانو هغه نجوني پرواز ته نه دي پرېښي چې غوښتل یې په عربي متحده اماراتو کې خپل پوهنتونونه بشپړ کړي.

یو مخکښ امارتي سوداګر، خلف الحبتور په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې ده د هغو سلو تنو افغان انجونو مالي لګښت منلی وو چې د دوبۍ پوهنتون سره په همکارۍ خپلې زده کړې مخې ته یوسي.

خو هغه وايي، چې دفتر یې د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو "نارام کونکی خبر" ترلاسه کړ چې طالب چارواکو دغه جینکۍ په کابل هوايي ډګر کې الوتکې ته پورته کېدو ته نه دي پریښي.

الحبتور چې په اماراتو کې د الحبتور ګروپ بنسټګر او مشر دی او اماراتو کې یو له تر ټولو بریالیو تجارتونو مشري کوي ویلي، "دې کار سره زه هیڅ توري نه لرم چې خپله مایوسي چې اوس یې احساسوم بیان کړم."

هغه وویل، دی ځکه "نن خفه" دی چې زده کونکې دوبۍ ته و نه رسېدې، چېرې چې د هغه تنظیم مخکې له مخکې څخه په پوهنتونونو کې د هغوی داخلې، د استوګنې ځایونه، ټرانسپورټ او امنیت د میاشتنیو هلو ځلو په پایله کې تنظیم کړی و.

الحبتور زیاته کړه، "په افغانستان کې چارواکو بې له کوم وضاحت څخه د هغوی د سفر مخنیوی کړی او په ناعادلانه ډول یې د هغوی ازادي اخېستې. دا یو ژوره ټراژیډي او د انسانیت، زده کړو، برابرۍ او عدالت په وړاندې یو ګوزار دی."

دغه اماراتي سوداګر ویلي، "زه له ټولو اړوندو خواوو څخه غواړم چې په چټکۍ سره په دې کې ګام واخلي او د دغو مبارزو زده کونکو د ژغورنې په برخه کې مرسته وکړي."

طالب چارواکو په سمدستي ډول ددغو ادعاو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

وسلوالو طالبانو په افغانستان کې په واک باندې د قبضې راوروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو په ورتګ باندې بندیز لګولی.

دغو سخت دریځو واکمنو تېر کال په ټول هېواد کې پوهنتونونو ته هم د نجونو په ورتګ باندې بندیز ولګوه.

له دې کار سره الحبتر په ډیسمبر کې د پوهنتونونو سلو افغانو محصلینو ته په دوبې کې د زده کړو د دوام لپاره د سکالرشېپونو وړاندیز وکړ.

هغه همدارنګه د یوې زده کونکې غږیز پیغام هم خپور کړی چې دوبۍ ته له سفر څخه منع شوې ده خو د هغې شناخت یې نه دی ښودلی.

دا زده کونکې وايي، "مونږ اوس په هوايي ډګر کې یو، خو له بده مرغه حکومت مونږ ته اجازه نه راکوي چې دوبۍ ته پرواز وکړو. دوی حتی هغو ته هم اجازه نه ورکوي چې له محرم سره دي."

هغه زیاتوي، "دوی مونږ ته اجازه را نه کړه کله چې هغوی د زده کونکو ویزه او تېکېټ ولیده. زه نه پوهېږم چې څه وکړم. لطفا له مونږ سره مرسته وکړئ. مونږ د دغې مسلې په اړه ډېر خواشیني یو."

طالبانو له شرعي محرم پرته له هېواد څخه د ښځو په وتلو باندې بندیز لګولی. دوی همدارنګه زیاتې ښځې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره له کارکولو هم منعه کړي دي.‌

ملګروملتونو په ښځو باندې د طالبانو په دې بندیزونو باندې نیوکې کړي او په وار وار یې له طالب چارواکو څخه غوښتي دي چې هغه سیاستونه دې بدل کړي په کومو چې د افغانانو د بشري حقونو په اړه اندېښنې موجودې دي.

هېڅ بهرني هېواد تر اوسه د طالبانو د ډلګۍ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. ملګروملتونو تر هغو په کابل باندې د واکمنو نړیواله پېژندله رد کړې تر څو چې د ښځو د حقونو په وړاندې لګېدلي بندیزونه لېرې کړای شوي نه وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG