اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې مطبوعاتو سره شريک کړي خبر کې ويلي، پاکستان کې د امریکا سفير ډونلډ بلوم د پاکستان د چیف الېکشن کمیشنر سکندر سلطان راجه سره ليدلي دي.
د خبر ترمخه امریکايي سفير نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ د پاکستان چیف الېکشن کمشنر ته، "پاکستان کې د ايين او قانون لاندې د ازادو او منصفانه انتخاباتو کولو په لړ کې د امريکا د ملاتړ باور ورکړی دی".
امريکايي سفير ټينګار کړی، "د پاکستان د راتلونکې مشرتابه ټاکل د پاکستان د ولس کار دی".
هغه عزم څرګند کړی، د امریکې او پاکستان د اړيکو پراخولو دپاره د پاکستان د منتخب استازو سره په ګډه کار کوي.
يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د نوې [ډيجيټل سرشمېرنې] په بنياد د راتلونکو انتخاباتو دپاره د نوو حلقه بنديانو کولو پرېکړه کړې وه.
هغه وخت ویل شوي وو، د الېکشن کمېشن د اعلان سره په ملک کې په 90 ورځو کې د عام انتخاباتو کېدل ناممکن شوي دي.
الېکشن کمېشن د نوو حلقه بنديانو کولو د پرېکړې په اعلاميه کې ويلي وو، د حلقه بندیانو عمل به د دسمبر په مياشت کې سرته ورسي او د دسمبر په 14مه نېټه به ختمي حلقه بندیانې اعلان شي.
د اييني چارو پوهان وايي کله قامي اسمبلي د وخت څخه مخکې تحليل شي نو بيا عام انتخابات په 90 ورځو کې کې دننه کول وي او که چري اسمبلۍ په خپل وخت تحلیل کيږي نو بيا به د دستور ترمخه انتخابات په 60 ورځو کې دننه کول وي. د پاکستان تېره قامي اسمبلۍ د وخت نه وړاندې تحليل يا ماته کړی شوې وه.
په اییني توګه د پاکستان د تېر حکومت موده په 12م اګست سرته رسیدونکې وه خو مخکيني وزیراعظم شهباز شریف په نهم اګست د قامي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه د هیواد صدر ته لیږلې او صدر عارف علوي هم په هغه ورځ د قامي اسمبلۍ ماتولو منظوري ورکړې وه.
د پاکستان ځايي رسنۍ وايي، صدر عارف علوي چيف الېکشن کمېشن ته خط استولی او د انتخاباتو د نېټې ټاکلو دپاره یې ورته د ليدو بلنه ورکړې ده.
د رسنيو ترمخه، الېکشن کمېشن د راتلونکو عامو انتخاباتو په اړه د مشورې دپاره سياسي ګوندونو ته بلنه ورکړې ده.
Forum