لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بجېنګ د ستر مسجد ودانۍ بڼه په چینایي بڼې اړول شوې ده


د بجېنګ داوودیان مسجد په کال 2017 کې - اوس په دې بڼه نه دی پاته شوی او چینايي بڼه ورکړی شوې ده
د بجېنګ داوودیان مسجد په کال 2017 کې - اوس په دې بڼه نه دی پاته شوی او چینايي بڼه ورکړی شوې ده

د بجېنګ ښار داوودیان مسجد چې د چین په شمالي برخه کې تر ټولو ستر اسلامي جومات دی، په دې وروستیو کې یې ودانۍ د چینایي ګرځولو د پروګرام ښکار شوی دی. د دې کار مقصد په چین کې د بهرني مذهبي اثررسوخ کمول یا له منځه وړل دي.

د هانګ کانګ د سېنګ تاو ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د داوودیان مسجد لویه مرمت کاري شوې چې په اپرېل میاشت کې بشپړه شوې او په ترڅ کې یې د هغه مسجد اصلي عربي سټایل ګنبذه لېرې کړی شوې او په ځای یې چینایي سټایل ګردۍ سپینې ګونبذې جوړې کړی شوي دي. همدا شان د مسجد دوه خوا ته چې دنګې منارې وې، هغه هم ړنګې او لېرې کړی شوې دي.

اوس په ټول مسجد کې قسماقسم نعره بازۍ لیکلی شوي دي، د مثال په توګه "اصلي سوسیالیست اقدار" او همدا شان "د چین د کمونېسټې پارټۍ د شلم قامي کانګرس روح مطالعه کړئ او عملي يې کړئ."

یو بل شعار هم په هغه مسجد لیکلی شوی چې ممکن اهمه نښه وي چې ولې د دې مسجد ودانۍ بیا مرمت شوې ده، او هغه لیکنه دا ده چې: "په چین کې د دینونو د چینایي ګرځولو لارې باندې کلک پاته شئ."

په بجېنګ کې د داوودیان مسجد جوړېدل همدا لس کاله وړاندې بشپړ شول. په دې جومات کې چې په عربي سټایل جوړ شوی و، په یو وخت کې یو نیم زره لمونځ کوونکي ځاییږي او دا مسجد په 15000 متر مربع ځمکه جوړ شو. هغه وخت چې دا مسجد جوړېده، د سټایل په اړه یې څه لانجه موجوده نه وه.

ټایوان کې د مرکزي اېشیا د مطالعاتو په ټولنه کې څېړونکی شي چین یو وایي هغه وخت چې داوودیان مسجد په بجېنګ کې جوړ شو، نو د چین د نسلي چارو د ریاستي کمېشن مشر وانګ ژېنګ وي د مسجد معمار ستایلی و، مګر وروستو چې د چین صدر شي جن پنګ خپل واک اختیار مضبوط کړ، هدایات جاري شول چې په اسلامي نښو سمبال مسجدونه دې "اصلاح" کړی شي.

په دې لړ کې، د چین په شینجیانګ سیمه کې دونګوان مسجد چې 700 کاله پخوا جوړ شوی و، هم له سره مرمت کړی شو او په کال 2021 کې د هغه مسجد ګنبذې او منارې ړنګې کړی شوې.

د رپوټونو ترمخه، د شېنجیانګ نه بهر هم د چین په نورو علاقو کې مسلمانان د چینایي کولو پروګرام ښکار ګرځېدلي او اسلامي سېمبولونه او نورې نښې یې په دوامداره توګه له منځه وړل کیږي.

د یغوریانو د نړېوال کانګرس ترجمان دلشاد رشید د وي او اې سره په مرکه کې، د بجېنګ د داوودیان مسجد بڼه بدلولو باندې خفګان وښود او ویې ویل: "چین [د مسجد د ودانۍ] عربي سټایل په هغه څه بدل کړ چې هغوی یې چینایي سټایل ګڼي. او کله چې ورته وګورئ، ته به ورته معبد وایې، خو معبد نه دی، او ته به یې مسجد بولې، خو مسجد نه دی."

په چین باندې دا تورونه هم دي چې په سینکیانګ کې یې په لکهاوو یا میلنونو مسلمانان په تربیتي کېمپونو کې اچولي او هڅه کوي چې د هغوی اسلامي عقیدې بدلې کړي. چین دا تورونه نه مني او دعوه کوي چې دغو تربیتي مرکزونو کې خلکو ته کسب او روزګار زده کوي او له ترهګرۍ یې لېرې ساتي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG