لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي پنجاب کې یې د القاعده د غړو په ګډون 8 ترهګر نیولي دي


پېښور – د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د پنجاب بیلابیلو سیمو کې یې د ورانکارو پرضد عملیات کړي چې پکې د ترهګرې ډلې القاعده د دوؤ مهمو غړو په ګډون اته ترهګر نیول شوي دي.

د خالي په ورځ د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي په خپل بیان کې ویلي د ترهګرو پرضد دا عملیات د پنجاب په سر ښار لاهور، ګوجرانواله، راولپنډۍ او ملتان کې ترسره شوي دي.

سي ټي ډي وایي په لاهور کې یې د عملیاتو په مهال د القاعده دوه مهم غړي نیولي اؤ د هغوي د ولکې څخه یې لاسي بمونه، چاودیدونکي مواد اؤ وسله هم ترلاسه کړې ده.

خو په بیان کې د دغو نیول شوؤ ترهګرو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې.

بیان کې ویل شوي چې د پنجاب د نورو ښارونو څخه هم په عملیاتو کې شپږ ترهګر نیول شوي دي.

تر دې وړاندې په11م اګست هم سي ټي ډي د پنجاب بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو په مهال د 21 ترهګرو د نیولو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې نیول شوؤ کسانو کې 13 د داعش اؤ ټي ټي پي غړي هم شامل دي.

په پنجاب کې زیاتره مهال د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس د وسله والو ډلو داعش، القاعده اؤ ټي ټي پي د ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو ددغو دعوؤ تصدیق بیا د ازادو سرچینو څخه نه کیږي اؤ نه هم یادې وسله والې ډلې د سي‌ ټي ډي دغه رقم دعوؤ ته کوم غبرګون ښیي.

د زیات وخت راهسې د پنجاب په پولیسو داسې نیوکې هم کیږي چې اکثره عام مزدور کاره خلک یا په وړو جرمونو کې ککړ کسان ونیسي اؤ میډيا ته یې د ترهګرو په توګه معرفي کړي.

په پاکستان کې د تېر قابو یو کال راهسې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګرو په امنیتي ځواکونو مرګوني ګزارونه کړي چې پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټکه شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده.

د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه د روان کال 2023م په لومړیو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي.

په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG