لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته په ماتې ورکولو پاکستان د آی سي سي د یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې وړومبی مقام تر لاسه کړو


د کرکټ یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم پاکستان افغانستان ته په 59 منډو ماتې ورکړه او سېریز یې د صفر په مقابله کې په 3 لوبو وګټلو.

د سریلانکا په کولمبو ښار کې په دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د آی سي سي د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکلیو 50 اورونو کې لومړی بېټنګ وکړو اؤ د 8 لوبغاړو په سوځېدو یې268 منډې جوړې کړې.

دپاکستان د 269 منډو د هدف په تعقیب کې افغان لوبډلې په 48.4 اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 209 منډې جوړې کړې .

د پاکستان وار [ایننګز]:

د لوبې پچه د پاکستان د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم وګټله او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه.

د پاکستان له لوري محمد رضوان 67 او بابر اعظم 60 منډې وکړې.

د دې تر څنګ اغا سلمان 37 ، محمد نواز 30 ، فخر زمان 27 ، امام الحق 13 ، سعود شکیل 9 ، شاداب خان 3 او فهیم اشرف 2 منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري ګلبدین نایب 2، فرید احمد 2، فضل حق فاروقي، مجیب الرحمن او راشد خان یوه یوه وېکټه واخیسته.

د افغانستان منډې:

افغان لوبډله د 269 منډو د هدف په تعقیب کې په 49م اوور کې په 209 منډو وسوځېده.

دافغانستان له لوري مجیب الرحمان 64، شاهدالله 37 او ریاض حسن 34 منډې وکړې.

ارشد خان او حشمت الله شهیدي 13 منډې وکړې، رحمان الله ګربز 5 منډې او محمد نبي 3منډې وکړې، ابراهیم ځدراڼ او ګلبدین یوه منډه هم جوړه نه کړی شوه.

د پاکستان له لوري شاداب خان 3 لوبغاړي وسوځول، شاهین افریدي، فهیم اشرف او محمد نواز 2، 2 ویکټې واخستې.

ددې دریو سیالیو د لړۍ دوه نورې لوبې هم پاکستان دافغانستان نه ګټلې وې خو د وروستۍ لوبې په ګټلو سره پاکستان يو ځل بيا دکرکټ د نړیوالې شورا د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې اول مقام خپل کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په یو ورځنیو لوبو کې پاکستان د 119 پواینټونو په لرلو سره لومړی، اسټرالیا د 118 پواینټونو په لرلو سره دویم او هند د 113 پواینټونو په لرلو سره دریم مقام په لاس کې لري.

د افغانستان پر وړاندې د سیریز له پیل مخکې پاکستان د 116 پواینټونو په لرلو سره په دویم مقام کې و.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سږ کال له 11 یو ورځنیو لوبو څخه 8 ګټلي دي،

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG