د پښتونخوا په سوات ضلع کې نیول شوی د وي او اې ډیوه خبریال فیاض ظفر اوس څو شېبې مخکې بیرته خوشي کړل شوی او ځایي انتظامیې د هغه په ضد درج کړی د 3MPo فرمان هم بیرته اخیستی دی.
فیاض ظفر د اګست په 30مه ماښام ناوخته د سوات پولیسو نیولی وو او پر هغه یې د بیان له ازادۍ د ناوړه ګټې اخیستو، په سوشل میډیا او خبري چېنلو باندې د دروغو، ولس د حکومت پرضد راپارولو او د ټولنې د ځینو خلکو د بدنامولو تور لګولی وو.
ښاغلي ظفر بېګا تر نیول کېدو وروسته پر خپل فېسبوک او ټویټر لیکلي وو، چې د سوات د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور او ډپټي کمیشنر هغه له دفتره نیولی او جېل ته د وړلو په وخت یې ورباندې تشدد کړی دی.
په پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونو، سیاستوالو او ګڼ شمېر خلکو پر ټولنیزو رسنیو د فیاض ظفر د نیولو په کلکه غندنه کړې وه او د هغه د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې وه.
د سوات ځایي انتظامیې نن ماسپښین د ښاغلي ظفر د خوشي کېدو امر کړی وو، خو شرط یې پکې دا ایښی وو چې هغه به یو «حلفیه بیان» لاسلیکوي، خو هغه له دې لاسلیکه انکار کړی وو او وروستي معلومات وایي چې هغه دغه حلفیه بیان نه دی لاسلیک کړی او خوشي کړل شوی دی.
دا چې په حلفیه بیان کې څه لیکل شوي وو وي او اې ډیوه نه دی تر لاسه کړی، خو دا حلیفه بیان په دې اړه دی چې په فیاض ظفر باندې د سوشل مېډیا کارول محدود کړي.
نور معلومات وروسته...
Forum